ایران دسیمې دامنیت لپاره هرډول هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59805-ایران_دسیمې_دامنیت_لپاره_هرډول_هڅه_کوی
زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری ټینګار وکړ په مینځنی ختیځ کښې د کړکیچ او د تاوتریخوالی د رامینځته کولو لپاره د ځینو حکومتونو له هڅې سره سره ایران د لویدیځې اسیا (مینځنی ختیځ )د ثبات مرکز دی او تهران په سیمه کښې د پایداره صلح، ثبات او دامنیت د لوړتیا لپاره خپل ټول ظرفیتونه او امکانات کاروی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2017 02:19 Asia/Kabul
  • ایران دنړیوالو شرکتونو د فعالیت او دپانګونې دجذبولولپاره ضروري شرایط برابر کړي دي .
    ایران دنړیوالو شرکتونو د فعالیت او دپانګونې دجذبولولپاره ضروري شرایط برابر کړي دي .

زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری ټینګار وکړ په مینځنی ختیځ کښې د کړکیچ او د تاوتریخوالی د رامینځته کولو لپاره د ځینو حکومتونو له هڅې سره سره ایران د لویدیځې اسیا (مینځنی ختیځ )د ثبات مرکز دی او تهران په سیمه کښې د پایداره صلح، ثبات او دامنیت د لوړتیا لپاره خپل ټول ظرفیتونه او امکانات کاروی .

هغه پرون د بولیویا هیواد په سانتاکروز ښار کښې د ګازو د صادرونکو هیوادونو د ټولنې(Gas Exporting Countries Forum) دمشرانو په څلورمې(۴) غونډې کښې وویل ایران دنړیوالو شرکتونو د فعالیت او دپانګونې دجذبولولپاره ضروری شرایط برابر کړی دی او دټولو غړیو هیوادونو د ګټو تامینول او د دغه ټولنې دهدفونو تحقق دخپلو ملی ، سیمه ایزو او نړیوالو فعالیتونو اصلی مقصد ګڼی .

دایران دولسمشر مرستیال جهانګیری وویل د هر هیواد پرضد د یو اړخیزه او څواړخیزه بایکاټونو د اعمالولو د مخنیوی لپاره دغږمله سیاستونو غوره کول له مخکې څخه زیات ضروری دی او زیاته یې کړه د ګازو د صادرونکو هیوادونو د ټولنې د مشرانو دغونډې ترسره کیدل هغه ستر فعالیت دی چې دغړیوهیوادونو ترمینځ د ملګرتیاو د پراختیا او دنړۍ دانرژۍ په ونډه کښې د ګازو د ونډې د زیاتیدا په لړ کښې د سیاستونو دغږملتیا او دغړیوهیوادونو د ډله ایزو ګټو دملاتړ لپاره د ګډو لارو چارو په موندلو کښې رول ولوبوی .

ایران ، الجزایر ، بولیویا،مصر ،ګینه استواییی ، لیبیا ، نایجریا ، قطر، روسیه ، ترینیداد وتوباګو ، متحده عربی امارات او وینزویلا د ګازودصادرونکو هیوادونو دټولنې غړی دی چې دنړۍ دګازو ترټولو زیاتې زیرمې لری .