داسرائیلو اټومی پروګرام دنړۍ او دسیمې لپاره ګواښ دی
-
اسرائیل په مینځني ختیځ کښې داټومي وسلو یوازنی لرونکی دیکتاتور رژیم دی چې دسیمې امنیت یې په خطر کښې اچولی دی .
زمونږخبریال وایی په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس(IAEA) کښې د ایران د اسلامی جمهوریت دائمی استازی رضا نجفی دصهیونیسټ رژیم اټومی پوځی فعالیتونه دسیمې دملتونو او دنړیوالې ټولنې د اندیښنې اصلی سرچینه وبلله .
هغه داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې د ناپییلی غورځنګ لخوا د صهیونیسټ رژیم د اټومی پروګرامونو د بیا بیا غندنې په یادونې سره داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس لخوا په دغه موضوع د جدی غور او د دقیق پام غوښتنه وکړه .
نجفی وویل صهیونیسټ رژیم له تیرو کلونو راهسې د نړیوالې ټولنې په جایزې غوښتنې سترګو پټولو او د ځینو هیوادونو په ړانده ملاتړ او د ټولو نړیوالو مقرراتو او قوانینو په ښکاره خلاف ورزۍ سره دخپلو پوځی اټومی پروګرامونو پرمختګ ته دوام ورکوی .
په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس کښې دعراق استازی هم په دغه غونډې کښې دعربوهیوادونو په استازی توب دصهیونیسټ رژیم له اټومی وسونو دلویدیځوهیوادونو دملاتړ او د ۲۰۱۵ میلادی کال د این پی تړون د کانفرنس د ناکامولو لپاره دهڅې په غندلوسره داټومی وسلو د تولید او دپراختیا دبندیز له تړون این پی ټی سره د اسرائیلو له قید او شرط پرته دیوځاې کیدا او د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس دسیف ګارډ تر څارنې لاندې د اسرائیلود ټولو اټومی مرکزونو د ورتلوغوښتنه وکړه .
اسرائیل په مینځنی ختیځ کښې داټومی وسلو یوازنی لرونکی دیکتاتور رژیم دی چې دسیمې امنیت یې په خطر کښې اچولی دی .