ډونالډ ټرمپ له اسلام څخه دخلکو د ویرولو بیلګه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59959-ډونالډ_ټرمپ_له_اسلام_څخه_دخلکو_د_ویرولو_بیلګه_ده
ایرنا خبری اژانس وایی دانګلستان داسلامی بشری حقوقو کمیسیون بیګا په لندن کښې په یو لړ مراسمو کښې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په روان میلادی کال کښې له اسلام څخه دخلکو د ویرولو بیلګه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2017 02:15 Asia/Kabul
  • دټرمپ د غلطوسیاستونو په وجه امریکا په نړیواله سویه څنګ ته شوي ده او نور ددغه هیواد رول ډیر کم شوی دی .
    دټرمپ د غلطوسیاستونو په وجه امریکا په نړیواله سویه څنګ ته شوي ده او نور ددغه هیواد رول ډیر کم شوی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی دانګلستان داسلامی بشری حقوقو کمیسیون بیګا په لندن کښې په یو لړ مراسمو کښې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په روان میلادی کال کښې له اسلام څخه دخلکو د ویرولو بیلګه وبلله .

دانګلستان داسلامی بشری حقوقو کمیسیون هرکال په لندن کښې یو لړ مراسم ترسره کوی او هغه کسان چې دتعصب رامینځته کونکو او دنفرت اچونکوڅرګندونو په دلیل له اسلام څخه دخلکو د ویرولو د موضوع په پراخولو کښې رول لری معرفی کوی .

د انګلستان د اسلامی بشری حقوقو کمیسیون تیر میلادی کال هم ډونالډ ټرمپ چې هغه وخت د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید وو داسلام ضد سیاستوال معرفی کړی وو .

دامریکا اوسنی ولسمشر ټرمپ یو(۱) سرزوری او بې منطقه سړی دی چې هیڅ اصول اوقانون نه پیژندی او یوازې د نړۍ دمشکلاتو د زیاتولو کوشش کوی .

دټرمپ د غلطوسیاستونو په وجه امریکا په نړیواله سویه څنګ ته شوی ده او نور ددغه هیواد رول ډیر کم شوی دی .