روسیې د سوریې دملکی خلکو وژله رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60003-روسیې_د_سوریې_دملکی_خلکو_وژله_رد_کړه
ایرنا خبری اژانس وایی ماسکو د روسیې په هوایی بمباریو کښې د سوریې دیوشمیر ملکی خلکو د وژل کیدا په اړه په لندن کښې دیره دسوریې د بشری حقوقو دڅارنې د مرکز ادعا په کلکه رد کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2017 01:13 Asia/Kabul
  • دروسیې دفاع وزارت ویلي دي ددغه هیواد جنګي الوتکو دهستوګنو سیمو دباندې دترهګرو ډلو په مرکزونو حملې او بمبارې کړي دي .
    دروسیې دفاع وزارت ویلي دي ددغه هیواد جنګي الوتکو دهستوګنو سیمو دباندې دترهګرو ډلو په مرکزونو حملې او بمبارې کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی ماسکو د روسیې په هوایی بمباریو کښې د سوریې دیوشمیر ملکی خلکو د وژل کیدا په اړه په لندن کښې دیره دسوریې د بشری حقوقو دڅارنې د مرکز ادعا په کلکه رد کړه .

په لندن کښې دیره د سوریې دبشری حقوقو دڅارنې مرکز ادعا کړی ده چې دروسیې  په هوایی حملو کښې دسوریې درې پنځوس (۵۳)ښاریز وژل شوی دی .

د روسیې دفاع وزارت پرون وویل ددغه هیواد جنګی الوتکو دسوریې په دیرالزور ولایت کښې د الشفاه په هستوګنې سیمې بمبارې نه دی کړی او په لندن کښې دیره د سوریې د بشری حقوقو دڅارنې دمرکز ادعا چې ویلی دی د روسیې جنګی الوتکو په الشفاه سیمې بمبارې کړی دی او یو شمیر ملکیان یې وژلی دی په کامل ډول بې اساسه او جعلی ده .

دروسیې دفاع وزارت ویلی دی ددغه هیواد جنګی الوتکو دهستوګنو سیمو دباندې دترهګرو ډلو په مرکزونو حملې او بمبارې کړی دی .

دروسیې جنګی الوتکو په تیرو څلورو(۴) ورځو کښې د سوریې په دیرالزورولایت او دفرات سیند په لویدیځ ساحل کښې دداعش ترهګرې ډلې په لسګونو مرکزونو بمبارې کړی دی .

د روسیې حکومت د ۲۰۱۵ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې له دیرشمې (۳۰)نیټې راهسې د سوریې د حکومت په رسمی غوښتنه  او ددغه هیواد د پارلمان لخوا له اجازې وروسته دترهګرو په مرکزونو چې دامریکا په شمول عربی او اروپایی هیوادونه یې ملاتړ کوی دسوریې په خاوره کښې حملې او بمبارې کړی دی .