دیمن د پلازمینې صنعا حالات ترکنټرول لاندې دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60363-دیمن_د_پلازمینې_صنعا_حالات_ترکنټرول_لاندې_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن پلازمینې صنعا ته هیڅ خطر نشته او پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح باید سمې لارې ته ورستون شی او دهغه لپاره د تښتې هیڅ لاره او فرصت نشته .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 03, 2017 05:04 Asia/Kabul
  • دعلي عبدالله صلاح ځواکونو پرون کوشش وکړ په پلازمینې صنعا کښې دسعودي عربستان له تیریګرو سره د جنګ ځینو جبهو ته د مرستو د رسولو لارې بندې کړي خو ناکامه شول .
    دعلي عبدالله صلاح ځواکونو پرون کوشش وکړ په پلازمینې صنعا کښې دسعودي عربستان له تیریګرو سره د جنګ ځینو جبهو ته د مرستو د رسولو لارې بندې کړي خو ناکامه شول .

ایرنا خبری اژانس وایی دیمن پلازمینې صنعا ته هیڅ خطر نشته او پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح باید سمې لارې ته ورستون شی او دهغه لپاره د تښتې هیڅ لاره او فرصت نشته .

دیمن سرچینو وویل هیڅ داندیښنې خبره نشته او په پلازمینې صنعا کښې حالات تر کنټرول لاندې دی او حالات په چټکۍ سره د انصار الله ولسی غورځنګ په ګټه پرمخ روان دی .

دیمن سرچین وویل  هغه اطلاعات چې مونږ لاس ته راوړی دی د دې ښودنه کوی چې سعودی عربستان د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح په اړونده ځواکونو کښې د  ځینو نفوذ لرونکو کسانو په پیسو د اخیستلو لپاره هڅې ترسره کړی دی خو له دې سره سره چې عربستان په دې زمینه کښې په سلګونو میلیونه ډالره لګولی دی  له ماتی سره مخ شوی دی .

دغه راپور وایی دیمن دانصار الله ولسی غورځنګ د هوښیارتیا او هیواد د خلکو وحدت ته د علی عبدالله صالح د ځینو پلویانو  د وفادارۍ په علت سعودی عربستان ونه توانید دیمن په داخلی جبهې کښې خپل ګوډاګیان  دنهمې(۹) سیمې له چورلیز څخه د صنعا داخل ته بوځی  .

دیمن د انصار الله ولسی غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثی هم بیګا په پلازمینې صنعا کښې د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح د اړونده ځواکونو له خوځښتونو وروسته وویل انصار الله غورځنګ دهیواد امنیت او ثبات ته دګوزار  د ورکولو او دفتنې او د ورانۍ د رامینځته کولو مخالف دی .

دعلی عبدالله صلاح ځواکونو پرون کوشش وکړ په پلازمینې صنعا کښې دسعودی عربستان له تیریګرو سره د جنګ ځینو جبهو ته د مرستو د رسولو لارې بندې کړی خو ناکامه شول .