امریکا او اسرائیل په سیمه کښې دوامداره جنګ غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60621-امریکا_او_اسرائیل_په_سیمه_کښې_دوامداره_جنګ_غواړی
پریس ټی وی چینل راپور راکړ دامریکا دسیاسی چارو شناند اسټیفن لینډمین وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په مینځنی ختیځ کښې ارامښت نه غواړی او په دغه سیمه کښې د نا ختمیدونکوجنګونو ملاتړ کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2017 11:32 Asia/Kabul
  • نړیوالې ټولنې او دفلسطین خلکو  دامریکا او صهیونیسټ رژیم دغه پلان ته سخت غبرګون ښودلی دی .
    نړیوالې ټولنې او دفلسطین خلکو دامریکا او صهیونیسټ رژیم دغه پلان ته سخت غبرګون ښودلی دی .

پریس ټی وی چینل راپور راکړ دامریکا دسیاسی چارو شناند اسټیفن لینډمین وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم په مینځنی ختیځ کښې ارامښت نه غواړی او په دغه سیمه کښې د نا ختمیدونکوجنګونو ملاتړ کوی .

هغه له تل ابیب څخه بیت المقدس ته  د امریکا د سفارت د انتقالولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصلې ته په اشارې سره وویل صهیونیسټ رژیم او امریکا په سیمه کښې د صلحې ملاتړ نه کوی ځکه صلح د دوې له امپریالیسټی هدفونو سره په تضاد کښې ده .

ښاغلی اسټیفن لینډمین وویل د امریکا د ولسمشر ټرمپ د صلحې ادعا یوازې دصهیونیسټ رژیم  سیاسی اړتیاوې پوره کوی  او دفلسطین خلکو ته هیڅ شی نه ورکوی .

دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته دخپل هیواد دسفارت دانتقالولو لپاره د اسرائیلو د رژیم د لومړی وزیر بینامین نتانیاهو د فلسطین ضد دپلان په چوکاټ کښې ویلی دی اراده لری دامریکا سفارت له تل ابیت څخه بیت المقدس ته انتقال کړی .

نړیوالې ټولنې او دفلسطین خلکو  دامریکا او صهیونیسټ رژیم دغه پلان ته سخت غبرګون ښودلی دی .