د لیندۍ د شپاړسمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60695-د_لیندۍ_د_شپاړسمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2017 11:16 Asia/Kabul
  • د لیندۍ د شپاړسمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ایران ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرونۍ وینا ته پراخ انعکاس ورکړی او د دوي له خولې یې په غټو ټکیو لیکلي دي: فلسطین به خامخا آزادیږي.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود پرون د حضرت رسول اکرم (ص) او امام جعفر صادق (ع) د نیکمرغه زوکړو د کلیزې  په مناسبت  د درې ګونو قواوو له مشرانو،  دولتي چارواکو، د اسلامي هیوادونو له سفیرانو او د اسلامي وحدت کانفرنس له میلمنو سره په کتنه کې  په اسلامي امت کې د اختلاف او  جنګ د جوړولو لپاره د نن زمانې د فرعونانو هڅو ته په اشارې سره وویل:  یو شمیر امریکایی سیاستوالو په غوښتې یا ناغوښتې توګه اعتراف کړی چې باید د لویدیځې آسیا په سیمه کې جنګ او نښته جوړه شي چې صهیونسټ رژیم په امن کې شي او د اسلامي نړۍ   په وینو رنګ تنه د ترقۍ  توان ونه لري.

 حضرت ایت ا... خامنه ای ټینګار وکړ: په سیمه کې د امریکا  په پل د تلونکو لپاره زمونږ ژبه د نصیحت ژبه ده او نه غواړو چې  د ځینو جاهلانو خبرو ته ځواب ورکړو خو هغوی ته نصیحت کوو چې د نړیوالو ظالمانو خدمت په خپله د هغوی په تاوان دی او د قران په وینا  له ظالمانو سره ملګرتیا   له تباهۍ پرته بله پایله نه لري.

 په سیمه په تیره بیا اسلامي هیوادونو  منجمله فلسطین او بیت المقدس کې روان حالت  تر پخوا زیات دوو خبرو یعنې اسلامي وحدت او استقامت ته د اسلامي دولتونو او امت توجه غواړي.  په عراق او سوریه کې د وهابي صهیونسټي  تکفیریانو له توطئې سره په یو وخت  ځینې هیوادونو منجمله  عربستان په سیمه کې د امریکا او صهیونسټ رژیم له ګټو سره غږمله شول.  د اسراییلو له رژیم سره  د عربو مرتجعانو د اړیکو ټینګول د فلسطین د آیډیال د هیرولو او د صهیونسټ رژیم د امنیت د تضمین لپاره د امریکایانو نوې توطئه ده.نیواکي قدس ته د تل ابیبه د خپل سفارت د بدلولو لپاره  د امریکا هڅه  او د اسراییلو د جعلي رژیم  د پلازمینې په توګه ددغه ښار اعلان  د وخت د فرعونانو د ملګرتیا نتیجه ده. د امریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ به  د قدس په وړاندې  خپل دریځ اعلان  کړي.

  په همدې چوکاټ کې ایت ا... خامنه ای وفرمایل: د صهیونسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس د اعلانولو په هکله د اسلام د دښمنانو ادعا د هغوې د بې وسۍ له امله ده او اسلامي نړۍ بې شکه د دغه توطئې په وړاندې ودریږي او صهیونسټان به په دغه کار سره لوی تاوان وویني او عزتمن فلسطین به بې له شکه اخر ازادیږي.

 

 بیت المقدس او د فلسطین مسله د اسلامي وحدت  ثقل دی  او  د اسلامي نړۍ دغه مهمې او حیاتي مسالې ته هر ډول بې پامي  له فلسطیني آیډیال سره خیانت دی. د امریکا اسراییلو او عربستان سپیره ملګرتیا د اسلامي نړۍ تنې ته ډیر تاوانونه رسولې دي خو لکه څنګه چې د مقاومت چورلیز  ددغه سپیره مثلث په سازش په پوهیدو  سره  په سوریه او عراق کې د داعش تکفیري طرحه ناکامه کړه د قدس په خلاف نوې توطئې به هم   په اسلامي وحدت  او د فلسطنیانو په هوښیارانه غبرګون سره  شنډې شي.

  په فلسطین کې د مختلفو انتفاضو تجربې د صهیونسټانو هر ډول توطئه ناکامه کړې ده او د دغه لارې دوام به بې له شکه د قدس په  خلاف نوې توطئه هم ناکامه کړي. د امریکا د ولسمشر د تصویرونو د سوزولو په شکل کې د فلسطینیانو غوسه  چې د قدس په هکله د ټرمپ د حکومت  په سیاست د غبرګون د سریزې په توګه ښکاره شوه  د هغه ظرفیت ښودونکې ده چې که  دغه کار عملي شي د اسلامي انقلاب د مشر  په وینا صهیونسټانو ته به سخت ګوزار ورکړي.  د داعش ترهه ګرې ډلې  په ماتولو کې د مقاومت د محور کامیابي  تر پخوا زیات د اسلامي وحدت اهمیت دوچندانه کوي . اسلامي وحدت او د دښمنانو د توطئو په وړاندې ودریدل د اسلامي نړۍ عزت او طاقت ته د رسیدلو لاره ده .

په اسلامي نړۍ کې موجودو پریمانه ظرفیتونو ته په پام سره  دا لاره  همیشه جاري ده  او داسلامي نړس د طاقت او اقتدارټینګښت د د اسلامي نړۍ د مختلو مسایلو په تیره بیا د فلسطین او قدس په  مساله کې د دښمنانو د سازشونو په وړاندې  په اسلامي غږملتیا کې پټ دی.

=            د تهران چاپ نورو کابو ټولو ورځپاڼو هم د فلسطین موضوع او همداشان د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا له تل ابیب څخه قدس شریف ته د خپل سفارت د منتقلولو حکم ته د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو او شخصیتونو د غبرګون خبر د خپلو خبرونو په سر کښې ګرځولی دی.

د تهران چاپ خراسان ورځپاڼې د امریکې د ولسمشر پروني حکم ته د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) د غبرګون په هکله لیکلي دي: اسرائیل له سره خپله ځمکه نه لري نو پلازمینه څنګه ټاکي.

د خبر په دوام کښې لولو چې د حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د اسرائیلو دپلازمینې په توګه د قدس په رسمیت دپیژندلو لپاره دامریکا فیصلې ته په غبرګون کښې وویل صهیونیسټ رژیم اصلا ځمکه نلری چې وغواړی هغه د خپلې پلازمینې په توګه معرفی کړی .

هغه له دې مخکښې د عربو او اسلامی هیوادونو ، ملګروملتونو ، د اسلامی ملګرتیا موسسې ، دعربو اتحادیې او د عربی او د اسلامی موسسو او ادارو مشرانو ته د پیغام استولو سره  ټینګار وکړ دفلسطین ملت به د قدس پرضد دامریکا د دسیسې د اجرا کیدا اجازه ورنکړی او دخپل ټاټوبی او د سپیڅلی ځایونو ددفاع لپاره به له هر اوزاره استفاده وکړی .

 

د فلسطین د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل دامریکا دغه اقدام د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو د برغولو د کیښودلو او دقدس دصهیونیسټی کولو لپاره داسرائیلو د پروګرامونو دعملی کیدا لپاره ترسره کیږی او زیاته یې کړه له سرو  کرښو تیریدل به دسیمې په سویه د ویرونکو بدلونونو دپیلیدا سبب شي.

 

همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم قدس شریف ته د امریکايي سفارت د منتقلولو حکم ته سخت غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي: قدس به تل عربی او اسلامی پاتې شي.

 

له بلې خوا د ایران دملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی پرون ټینګار وکړ دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس داعلانولو لپاره د واشنګټن له فیصلې د رامینځته شوی بې ثباتۍ او ناامنۍ مسولیت به دامریکا او داسرائیلو پرغاړه وی .

هغه داسلامی نړۍ  دګټو پرضد  د هرډول تاوتریخوالی د رامینځته کونکی اقدام په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل اسلامی هیوادونه په متحد ډول او یوه(۱) خوله دامریکا دغه دسیسه چې د فلسطین د مظلومو خلکو د حقوقو خلاف ورزۍ او دصهیونیسټ رژیم د نیواکګرۍ د لارې دوام دی غندی او له خپلو ظرفیتونو په ګټه پورته کولو سره سره به  په پریکنده توګه د واشنګټن ددغه اقدام په وړاندې ودیږی .

دایران د ملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی په دې خبرې ټینګار سره چې قدس شریف د فلسطین د خاورې نه جلا کیدونکی برخه ده وویل ددغه ټاټوبی د راتلونکی په اړه هرډول فیصله د اصلی وسیدونکو په صلاحیت کښې ده نه داچې داسرائیلی کډوالو په صلاحیت کښې .

علی شمخانی دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ددغه هیواد د کړکیچ رامینځته کونکی حکومت اقدامات دصهیونیسټ غاصب رژیم د دړې وړې کیدا دبهیر چټک کونکی وبلل او ویې ویل قدس شریف د فلسطین د اسلامی هیواد پلازمینه ده او امریکا نشی کولای ددغه سپیڅلی ښار په باره کښې په کړکیچ رامینځته کولوسره دنړۍ عمومی افکار په سیمه کښې له خپلو شرمیدونکو ماتیو په تیره بیا په سورې  اوعراق کښې د واشنګټن د ملاتړ وړ تکفیری ترهګرو ډلو له ماتی منحرف کړی .

 

بهرنی ورځپاڼې:

فارین پالېسي خپرونې لیکلي چې پنټاګون هوډ نه‌لري څو په پاکستان کې د مالي مرستو پر سر محدودیت لیرې کړي.

که څه هم د امریکا دفاع وزیر او مخکې له هغې د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته سفرونه وکړل، خو د دواړو هېوادونو اړیکې لا هم نه‌دي سمې شوي.

 

له افغانستان سره په پولو کې د ترهګرو په وړاندې د پاکستان ناسمې مبارزې ته په اشارې فارین پالېسي ویلي چې پاکستاني او امریکایي چارواکي باوري دي چې د امریکا دفاع وزارت اوس وخت د مالي مرستو پر سر وضع شوي محدودیتونه نه‌لیرې کوي.

د امریکا متحده ایالاتو په جولای میاشت کښې پاکستان ته مالي مرستې او د لګښتونو ورکړه بنده کړه.

امریکايي چارواکي وايي، تر څو چې په افغانستان کې د بریدکوونکو حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې د پاکستان مبارزه د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ونه‌مني مالي مرستې به ورباندې بندې وي.

 

    واشنګټن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د القاعده شبکې د یوه لوړپوړي غړي په وژل کېدو مطلب لیکلی دی.

د عمر بن خطاب د وژنې خبر د سې شنبې په ورځ خپور شو.

واشنګټن پوسټ د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په حواله ویلي په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له پرځېدو راهیسې خطاب د القاعده شبکې تر ټولو لوړپوړی غړی و چې په افغانستان کې ووژل شو.

ورځپاڼې د امریکا د پوځ څرګندونې هم راخیستي چې عمر بن خطاب‌یې د هند په ټوله لویه وچه کې د القاعده شبکې دوهم کس یاد کړی دی.

خطاب په غزني، پکتیا او زابل ولایتونو کې د تېرو څو اوونیو د بریدونو مسؤل بلل شوی دی.

دی چې په عمر منصور هم پېژندل کېده د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو وژلی دی.

 

    نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د مخدره موادو په جګړه کې بري ته نه‌رسېږي.

خپرونې له مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې د نومبر ۱۵مې راپور راخیستی چې ویلي یې دي د مخدره موادو د قاچاق په برخه کې د واشنګټن هڅې ناکامې شوې دي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې نهه زره ټنه مخدره مواد تولید شوي دي په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۶ کال کې ۴،۸ ټنو ته رسېده.

 

نشنل انټرسټ وايي، مخدره مواد په افغانستان کې د غیر قانوني اقتصاد اصلي برخه جوړوي.

افغان حکومت اټکل کړی چې درې میلیونه بزګر د کوکنارو په کرکېله بوخت دي.

د نشنل انټرسټ په مقاله کې راغلي، امریکايي چارواکي په یوه ناهیلي کوونکي حالت کې دي ځکه که د ولسمشر اشرف غني اداره په بزګرو فشار راوړي څو کوکنار ونه‌کري هغوی به له حکومته واټن واخلي او د طالبانو په خوا به ورمات شي.

مخدره مواد د وسله‌والو طالبانو د تمویل یوه اصلي سرچینه بلل کېږي چې په همدې اساس نشنل انټرسټ هم باوري ده چې له مخدره موادو سره مبارزه بري ته نه‌شي رسېدلی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*