په اسلامي نړۍ کښې وحدت بخښونکې مولفې
اسلامي نړۍ د نفوسو او د پریمانه خدای ورکړو سرچینو په شمول د قدرت د مهمو مولفو په لرلو سره په سیمه ایزو او نړیوالو معاملو کښې د رول لوبونې لپاره د پام وړ ظرفیتونه او وړتیاوې لري.
یو میلیارډ او اوه سوه میلیونه نفوس، کابو شپيته خپلواک او د انرجۍ د زیرمو لرونکي هیوادونه، سټراټیجکه جغرافیا او پریمانه کلتوري او دیني ګډولې د اسلامي نړۍ څو مهم امتیازات دي.
دا ستر ظرفیت د اسلامي امت د پرمختګ، لوړتیا او هوساینې او په نړیوال ډګر کښې د اسلامي نړۍ د موقعیت د پياوړتیا په لړ کښې په مختلفو سیاسي، اقتصادي، علمي او کلتوري ډګرونو کښې د پیوستون او همپالنې په چوکاټ کښې کارول کیدی شي د اسلامي نړۍ حقیقي پرمختګ او اقتدار ته پرې ترقي ورکول کیدی شي. اسلامي هیوادونو د جغرافیا او سیاست له نظره ډیره خواره واره دي او په همدې وجه نه دي توانیدلي چې خپل سیاسي او اقتصادي موقعیت داسې څرګند کړي چې له اسلامي نړۍ سره ښايي. په خواشینۍ سره له هغو کړکیچونو سره په مقابله کښې چې په اسلامي نړۍ پورې نیغ په نیغه تړاو لري، د یو څو اسلامي هیوادونو پرته نور یا خو بیخي غایب وو او یا هغو بهیرونو ته بیخي پام نه کوي چې مظلومان پکښې مظلوم ګرځي.په داسې حال کښې چې اسلامي هیوادونه د تاریخي او استعماري دلائلو له مخې له پخوا نه تراوسه د تیري ګرو او نیواکګرو د پوځي یرغلونو او سیاسي جنجال جوړونو ډیر مهم هدفونه پاتې شوې دي. په خواشینۍ سره د غوره ځانګړتیاو او پریمانه سرچینو سهر سره اسلامي نړۍ نه ده توانیدلې چې د خپل سیاسي او اقتصادي حیثیت سره سم، په نړیوالو روابطو کښې موثر رول ولوبوي او د هغو کړکیچونو په کنټرولو کښې ناکامه دي چې دښمنانو د اسلامي هیوادونو د خاورې دننه جوړ کړي دي.
د اسلامي نړۍ اصلي مسئله یعنې د فلسطین مسئله لاهم په ځاې پاتې ده. که څه هم له ترهګرۍ سره د جنګ په ډګر کښې د مقاومت د جبهې په کوشش، همت او پایدارۍ او د ایران په پروخت شتون سره له عراق او سوریې د داعش د زوال له امله په سوریې کښې دا فتنې غلې شوه خو مینځنی ختیځ لاهم په ګډوډی او بې ثباتۍ کښې دی او له سیمې د ګواښونو د دفع کولو لپاره یوموټی او متحد دریځ نه شي غوره کولی.
دغه چیلنج یوازې د اسلامي هیوادونو د واکوالانو د سیاسي اړیکو په چوکاټ کښې د تفسیر وړ دی او د اسلامي ولسونو د هوډ یو واقعي انځور ګڼل کیږي.
له دې حقیقته هم نه شو تیریدی چې د دغه بیلتون او تفرقې جرړه د اسلام د مبین دین له حقیقته په واټن اخیستلو او د وحدت بخښونکي ژوند له عنصره په غفلت کښې ده. دغه اختلافات د انګلستان د هغې (بېل یې کړه، اېل یې کړه) د مشهورې استعماري نظریې په دوام کښې د پټو او ښکاره سیاستونو زیږنده دي. امریکا او صهیونیسټ رژيم د ځینو مرتجع عربو حکومتونو په مرسته د اسلامي ټولنو ترمینځ د لانجو او نښتو د پراختیا لپاره له خپلې دسیسې یوه شیبه هم سر نه غړوي او خپلو دسیسو ته دوام ورکوي.
حقیقت دا دی چې د وهابیانو د افراطي بهیر اقدامات او فعالیتونه اسلامي وحدت ته د ګوذار ورکولو لپاره د واشنګټن د خوځښتونو په لړ کښې دي چې که خوښه یې وي او که نه یې وي خوښه، په اسلامي نړۍ او مینځني ختیځ کښې د خپل نفوذ او واکمنۍ د دوام په لړ کښې د امریکې د یو ډیر مهم پروګرام خدمت کوي.
همدلته ده چې د اسلامي وحدت او کوټلتیا د خرابونکو دسیسو په وړاندې د دریدا اهمیت لازیاتیږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*