چین په پاکستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ
-
امریکا او هندوستان د چین او دپاکستان داقتصادي کوریډور ستر مخالفان دي او کوشش کوي چې دغه پروژه ناکامه کړي .
زمونږ خبریال وایی د چین حکومت د پیکینګ د هدفونو پرضد د ترهګرو حملو د ترسره کیدا د احتمال په اړه په پاکستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ .
په پاکستان کښې دچین سفارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل تروریسټان اراده لری په نږدې راتلونکی کښې په پاکستان کښې د چین دښاریزو او د موسسو پرضد یوشمیر حملې وکړی .
په دغه بیانیې کښې د چین له ښاریزو څخه غوښتل شوی دی چې د پاکستان له پولیسو او پوځ سره ملګرتیا وکړی او د هرډول پیښې د رامینځته کیدا په بڼه کښې په پاکستان کښې دچین له سفارت سره تماس ونیسی .
دپاکستان په بیخ بنایی پروژو کښې د اوه پنځوس (۵۷)میلیارډه ډالره د لګولو په اړه د چین له ژمنې وروسته په پاکستان کښې دچین کابوشل زره (۲۰۰۰۰) انجیران ، کارکونکی او نور کسان کارونه کوی .
امریکا او هندوستان د چین او دپاکستان داقتصادی کوریډور ستر مخالفان دی او کوشش کوی چې دغه پروژه ناکامه کړی .