په امنیت شورا کښې امریکا په کامل ډول منزوی شوی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60791-په_امنیت_شورا_کښې_امریکا_په_کامل_ډول_منزوی_شوی_ده
زمونږخبریال وایی د ملګروملتونو امنیت شورا پرون دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس ښار په رسمیت دپیژندلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې دغور لپاره بیړنۍ غونډه ترسره کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2017 02:29 Asia/Kabul
  • دایران داسلامي جمهوریت په شمول ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو تراوسه د امریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله په کلکه غندلي ده .
    دایران داسلامي جمهوریت په شمول ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو تراوسه د امریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله په کلکه غندلي ده .

زمونږخبریال وایی د ملګروملتونو امنیت شورا پرون دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس ښار په رسمیت دپیژندلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې دغور لپاره بیړنۍ غونډه ترسره کړه .

په دغه غونډې کښې امریکا په کامل ډول څنګ ته وه او تقریبا د ټولو ګډون کونکو  هیوادونو  استازیو دقدس په باره کښې د امریکا له فیصلې سره په مخالفت کښې خبرې وکړې .

د ملګروملتونو د امنیت شورا دغه بیړنۍ غونډې د څه دپاسه نیمایی غړیو په غوښتنه جوړه شوه او د صهیونیسټ رژیم او د اردن هیواد استازیو  هم له موضوع سره د اړوندوالی په دلیل په دغه غونډې کښې ګډون وکړ .

د مینځنی ختیځ د سازباز په بهیر کښې دملګروملتونو ځانګړی غږملونکی نیکلای مادینوف  دامنیت شورا دغونډې په پیل کښې وویل د امریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله په سیمه کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب کیدلای شی .

دملګروملتونو دامنیت شورا په غونډې کښې د سویډن هیواد استازی اولوف سکوګ وویل دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د  ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام د نړیوالو پریکړه لیکونو پرضد دی .

دمصر استازی عمرو العطا هم په دغه غونډې کښې ټینګار وکړ قدس هماغه راز  تر نیواک لاندې دی .

په ملګروملتونو کښې دبریتانیا دائمی استازی میتو رایکرافت هم دامنیت شورا په دغه غونډې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې لندن قدس ته د خپل سفارت د انتقالولو لپاره هیڅ پروګرام نلری وویل بریتانیا د امریکا له فیصلې سره مخالفه ده .

په دوام کښې د فرانسې استازی فرانسوا دلاتره وویل پاریس د امریکا په فیصلې اندیښمن او خواشینی دی .

په ملګروملتونو کښې د روسیې سفیر واسیلی نیبنزیا هم د امنیت شورا په غونډې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې هیواد یې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په اقدام سخت اندیښمن دی وویل دغه فیصله حالت نور پیچلی کوی .

د چین استازی هم دامریکا په فیصلې اندیښنه څرګنده کړه .

د ایتالیا ، یوروګوا ، سینګال ، بولیویا ، ایتوپیا ، قزاقستان ، اوکراین ، جاپان او اردن استازیو دامنیت شورا په غونډې کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له فیصلې سره مخالفت وکړ او هغه یې اندیښمونکی چاره وبلله .

دفلسطین استازی ریاض منصور هم په دغه غونډې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې قدس د فلسطین دخلکو سره کرښه ده وویل قدس تل د فلسطین دخلکو زړه(Heart) دی او وی به .

خو په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی نیکې هیلې دامنیت شورا په غونډې کښې دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دقدس په اعلانولو کښې د ولسمشر ټرامپ ناوړه اقدام ته د نړیوالې ټولنې اندیښنې ته له پام کولو پرته وویل واشنګټن اجازه نه ورکوی ملګری ملتونه د اسرائیلو لپاره دنده وټاکی .

په ملګروملتونو کښې د قدس دنیواکګر رژیم استازی ډینی ډانون هم چې په دغه غونډې کښې  د نیکې هیلې یوازنۍ ملاتړی وو دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې ستاینه وکړه .

دملګروملتونو دامنیت شورا  دغونډې په پاې کښې د فرانسې ، جرمنی ، سویډن ، بریتانیا او د ایټالیا استازیو په یوه(۱) بی ساری اقدام کښې په یوې(۱) ګډې بیانیې کښې د قدس په باره کښې دامریکا فیصله د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پرخلاف او تاوانی (غیرګټوره)  وبلله .

دایران داسلامی جمهوریت په شمول ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو تراوسه د امریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله په کلکه غندلی ده او په ډیرو هیوادونو کښې د امریکا پرضد مظاهرې هم شوی دی .