مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60831-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی د« نړۍ د ټرمپ د فیصلی په وړاندی» تر عنوان لاندی، د محمد رضا ستاری په قلم په یوه څیړنه کی لولو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2017 12:00 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی د« نړۍ د ټرمپ د فیصلی په وړاندی» تر عنوان لاندی، د محمد رضا ستاری په قلم په یوه څیړنه کی لولو:

 په امریکا کی قدرت ته د«ډونالډ ټرمپ» له رسیدو وروسته، د هغه له خوا د حیرانونکو کارونو او تصمیمونو بڼه نیول، لږ نه دی لیدل او اوریدل شوی؛ خو د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه د بیت المقدس د پیژندلو په هکله د هغه فیصله، یوه بل شانته مسئله ده.

د ټرمپ دغه نوئ اقدام د عربانو او اسرائیلو د سولې خبرو اترو د نابودولو سربیره، د نړیوالو حقوقو د پروسې په خلاف دئ. د امنیت شورا د ۱۸۱ پریکړه سره سم؛ په ۱۹۴۸ کال کی د فلسطین د نیواک او د اسرائیلی دولت د اعلان په وخت کی، قدس؛ د مسلمانانو؛ یهودیانو او مسیحیانو ترمنځ، د  ګډې خاورې په توګه و پیژندل شو، او که څه هم دغه رژیم د دغو کلونو په اوږدو کی، په تیره بیا د نولس سوه اتیامی لسیزی په لمړیو کی، د قدس د بشړ نیواک لپاره هلې ځلې وکړې، دغه تصمیم د سیمه ایزو او نړیوالو عواقبو له کبله، هیڅکله عملی نه شو. تر دې ځایه پوری هم؛ د اسلام په نړۍ کی له پراخو اعتراضاتو سربیره، د اروپا اتحادیه، او د نړۍ نور هیوادونه، دغه تصمیم د سیمی د حالاتو د لا پیچلی کیدو، او په منځنی ختیځ کی د نویو نښتو او لانجو د رامنځته کیدو لپاره، یوه پیلامه بولی.

په همدې هکله؛ د ملګرو ملتو په اروپایی مقر کی د ایران پخوانی سفیر، او د نړیوالو حقوقو استاد، دکتر سید علی خرم، د ډونالډ ټرمپ د تصمیم په هکله وایی:« هغه څه چی ټرمپ ترسره کړل، د یوې سیاسی حل لارې په اساس نه ؤو، بلکه په اصل کی هغه د ځان د ژغورنی لپاره پدی اقدام لاس پوری کړئ دئ. ټاکل شوې ټرمپ د خپل ؤلس مشرۍ په وخت، حیرانونکی کارونه سرته ورسوی، خو عملاً د دی کتونکی یو، چی نوموړئ په ټولو زمینو له ماتې سره مخامخ شوئ دئ. اوس؛ د امریکی قضایی سیسټم او د امریکی ټولنه، د ټرمپ په وړاندی دریدلې ده، او د هغه انتخاباتی شعارونه د اوبو د مخ تصویر شوی دی.

*******

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی بیا لیکل شوی دی: د امریکی د ؤلس مشر تصمیم، د مسلمانانو قهر، او نړیوال اعتراضونه په ځان پسی در لودل. د امنیت شورا د ټرمپ په خلاف دریځ غوره کړ، او د فرانسی؛ جرمنی؛ سویډن؛ بریتانیی او ایټالیی، د امریکی د ؤلس مشر فیصله، د امنیت شورا د پریکړه لیکونو په ضد وبلله.

ټرمپ د خپل دغه تصمیم  د اعلان په وخت ویلی:« نن زه دې نتیجې ته رسیدلئ یم؛ چی اورشلیم(د قدس جعلی نوم) د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپیژنم».

د امریکی ۴۵ ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» پدغو جملو سره، یواځی غزه او لویدیځه غاړه له نا آرامۍ؛ مظاهرو؛ تاوتریخوالی او اعتراضونو سره مخامخه نه کړه، بلکه د عربی او اسلامی هیوادونو په پایتختونو کی یی د اعتراضونو او مظاهرو څپه رامنځته کړه. البته دغه اعتراضونه هم، یواځی د اسلام نړۍ په هیوادونو پوری محدود نه شول، او د امریکی د ؤلس مشر یو اړخیز؛ بی تدبیر و غیر مسؤلانه اقدام، په اروپا کی او نورو  ځایونو کی د هغه د ملګرو او متحدینو د مخالفت چیغه هم پورته کړه.

د امنیت شورا، د هغه نوی مشکل د څیړلو لپاره؛ چی امریکی د نړۍ لپاره رامنځته کړه، غونډه جوړه کړه، او د اسلامی همکارۍ سازمان؛ اعلان وکړ چی د بهرنیو چارو د وزیرانو او مشرانو کنفرانس به، د لیندۍ میاشتی په ۲۱ مو او ۲۲ مو ورځو کی ترسره شی.  

نړۍ وایی؛ د ټرمپ فیصله په منځنی ختیځ کی د سولې د مړ ژواندې پروسی، او د یو او بل تر څنګ، د دوؤ خپلواکو هیوادونو د جوړیدو د لیری آرمان په زیان ده، خو د امریکی ؤلس مشر، د نږدی تیر یو کال په شان پخپل دریځ ټینګار لری.

********

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا سر ټکئ لیدل کیږی: پوتین؛ په سوریه کی د ترهه ګرو کامله ماته اعلان کړه. د روسیې ؤلس مشر، په سوریه کی د فرات په ختیځه او لویدیځه غاړه کی د پوځی عملیاتو د پایته رسیدو، او د ترهه ګرو د بشپړې ماتی خبر ورکړ. ولادیمیر پوتین؛ له خبریالانو سره په مرکه کی څرګنده کړه: د روسیې دفاع وزیر«سرګئی شویګو» ماته یو را پور وړاندی کړئ، چی پکی ټینګار شوئ؛ د فرات په ختیځه او لویدیځه غاړه کی عملیات؛ د ترهه ګرو په کاملې ماتی سره بشپړ شوی دی. نوموړی په دوام کی زیاته کړه: طبعاً یو شمیر ترهه ګر عناصر؛ هماغه شان له ځانه مقاومت ښیې، خو په کلې توګه پدې مرحله او پدې سیمه کی جنګی اقدامات، په بشپړه توګه سرته رسیدلی دی، او تکراروم چی موږ د ترهه ګرو په وړاندی بریالیتوب ته رسیدلی یو، او هغوی ته مو کاملاً ماته ورکړه. د روسیې د پوځ لوی درستیز هم وویل: چی د سوریی ټولې سیمی د داعش له سپیره وجود څخه آزادې شوې.

 د یو بل خبر له مخې، د صهیونیسټی رژیم جنګی الوتکو؛ د دمشق په نږدیو کی پر یو شمیر سیمو شپږ توغندی وویشتل، چی دری یی د سوریی د پوځ د دافع هوا په وسیله له منځه یوړل شول.

اوس د کابل چاپ ورځپاڼو مهمو مطالبوته لنډه کتنه کوؤ:

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره د راتلونکو انتخاباتو په اړه د یو شمیر سیاسی ګوندونو په اندېښنو او سپارښتنو او همداراز د بیت المقدس د برخلیک په اړه په وروستیو پرمختګونو بحثونه کړی دی.

ملی ارمان:

ملی ارمان ورځپاڼې د خپل لومړی مخ په یو مطلب کې په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ځینو پخوانیو جهادی مشرانو اندېښنې راخستی دی.

ورځپاڼې وړاندې د سیاسی دعوت د مشرانو غونډې ته د استاد سیاف د وینا دا برخه راخیستې چې ویلی یې دی، حکومت تراوسه پوری د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې هیڅ عملی ګام نه دی پورته کړی.

ورځپاڼه وړاندی لیکی چې استاد سیاف دا اندیښنه هم څرګنده کړه، که انتخابات پر خپل ټاکلی وخت ترسره نشی، نو دی باوری دی چې هیواد به د یو نوی بحران په لور ولاړ شی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې ښاغلی سیاف په خپلو خبرو کې د انتخاباتو د بهیر بهرنیو څارونکو ته سپارښتنه وکړه چې په دغه ملی بهیر کې باید خپل ناپیلتوب وساتی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې بیا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په حواله لیکلی دی چې د بودجې د نشتوالی له کبله په راتلونکو انتخاباتو کې د نوی ټکنالوژۍ د کارولو پروګرام ناکامه شوی دئ او دا انتخابات به د کاغذی تذکرو له مخی ترسره کوی.

ورځپاڼې وړاندی په یو جلا مطلب کې د اجرائیه ریاست په حواله لیکلی دی چې په راتلونکو انتخاباتو کې د الکترونیکی تذکرو څخه استفاده ناممکنه ده.

خو ورځپاڼې د انتخاباتو د ځینو څارونکو بنسټونو په حواله لیکلی دی چې دا کار د حکومت د ژمنو خلاف عمل دی او ممکنه ده په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون زمینه محدوده کړی.

ورځپاڼه لیکی چې دی مسئلې د انتخاباتو په اړه د حکومت او کمېسیون د ارادې په اړه د خلکو اندېښنې زیاتی کړی دی او حکومت ته پکار ده چې د انتخاباتو په اړه خپل جدیت ثابت کړی.

د بیت المقدس په اړه د امریکا د جمهور رئیس وروستۍ څرګندونې بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې پراخ بحثونه کړی دی.

هیواد:

هیواد دولتی ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې په یو مطلب کې له جهادی او سیاسی مشرانو سره د ولسمشر او اجرائیه رئیس مشورتی ناسته راخیستې چې پکې د ورځپاڼې په وینا جهادی او سیاسی مشرانو د بیت المقدس په اړه د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړ.

ورځپاڼه لیکی چې په غونډه کې موجودو جهادی او سیاسی مشرانو د بیت المقدس په اړه د امریکا د وروستی اقدام په وړاندې د افغان حکومت دریځ واضح وباله او ویې ویل چې د حکومت دریځ د افغان ولس او د اسلامی نړۍ د لیدلوری ښکارندوی دی.

ورځپاڼې وړاندې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله لیکی دی چې افغان حکومت په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو غونډو کې په دې اړه واضح دریځ درلود.

خو ورځپاڼې د افغان ولسمشر په حواله لیکلی دی چې د خلکو ترمنځ بشپړه سیاسی اجماع موجوده ده، خو باید له پوره تدبیر څخه کار واخیستلای شی، څو د هېواد دښمنان له دې وضعې ګټه وانخلی.

کابل ټایمز:

کابل ټایمز ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې دا اندېښنه څرګنده کړې چې د امریکا یو اړخیزه پرېکړه ممکنه ده په منځنی ختیځ کې د سولې بهیر زیانمن او د سیمې حالات کړکیچن کړی.

ورځپاڼې وړاندی لیکلی دی، سره له دی چې افغانستان له امریکا سره نیږدې اړیکی لری، خو د ټرمپ لخوا د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په یو اړخیز په رسمیت پیژندنه ممکن د امریکا د مشرتابه په اړه د عامو افغانانو باور له منځه یوسی.

ورځپاڼې وړاندې د ټرمپ ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې د مسلمانانو د احساساتو په پام کې ساتلو سره دی د بیت المقدس په اړه په خپله پرېکړه دې له سره نظر وکړی او په منځنی ختیځ کې دی د تل پاتی سولې د ټینګښت لپاره د ډیپلوماټیکو لارو چارو کار واخلی.