دفرانسې خلکو د اسرائیلو پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60869-دفرانسې_خلکو_د_اسرائیلو_پرضد_مظاهرې_وکړې
ایرنا خبری اژانس وایی د فلسطین په سلګونو ملاتړو فعالانو فرانسې ته د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سفر پرضد په پاریس کښې مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2017 01:23 Asia/Kabul
  • بیت المقدس سپییڅلی ښار له ۱۹۶۷ میلادي کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی .
    بیت المقدس سپییڅلی ښار له ۱۹۶۷ میلادي کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د فلسطین په سلګونو ملاتړو فعالانو فرانسې ته د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سفر پرضد په پاریس کښې مظاهرې وکړې .

ټاکل شوی ده چې دنیواکګر صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر  بنیامین نتانیاهو نن فرانسې ته ورشی .

مظاهره چیانو په لاسونو کښې د فلسطین بیرغونه او د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرونه عکسونه نیولی وو .

د فرانسې د ولسمشر ماکرون په عکس باندې چې دقدس په باره کښې دامریکا د ولسمشر ټرمپ له اعلان وروسته د اسرائیلو د لومړی وزیر نتانیاهو کوربه دی لیکل شوی وو چې  امانوئل ماکرون د اسرائیلو ملاتړی دی .

دامریکا ولسمشر په تیرې چهارشنبې ورځ له پراخو نړیوالو او سیمه ایزو مخالفتونو سره سره وویل واشنګټن قدس د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .

هغه دغه راز دامریکا له خارجه وزارت وغوښتل له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا دسفارت دانتقالیدا سریزې برابری کړی .

دامریکا د ولسمشر دغه اقدام په اسلامی نړۍ اروپا او حتی دامریکا په داخل کښې زیات اعتراضونه راپارول او خلکو دهغه دغه اقدام په کلکه وغاند .

بیت المقدس چې  هلته د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده  د فلسطین نا جلاکیدونکی برخه ده او له دریو(۳) سپیڅلیو اسلامی ځایونو څخه یو(۱) ترټولومهم سپیڅلی ځای ګڼل کیږی .

بیت المقدس سپیڅلی ښار په مسلمانانو  کښې ځانګړی مقام لری .

دغه سپییڅلی ښار له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی .