عربو هیوادونو په مصر کښې بیړنۍ غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60873-عربو_هیوادونو_په_مصر_کښې_بیړنۍ_غونډه_وکړه
مهر خبری اژانس وایی د عربو اتحادیې دبهرنیو چارو وزیرانو بیګا دقدس په باره کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د وروستۍ فیصلې په اړه دمصر په پلازمینې قاهرې کښې بیړنۍ غونډه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2017 01:53 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت لومړنی هیواد وو چې د امریکا د ولسمشر دغه اقدام یې وغاند .
    دایران اسلامي جمهوریت لومړنی هیواد وو چې د امریکا د ولسمشر دغه اقدام یې وغاند .

مهر خبری اژانس وایی د عربو اتحادیې دبهرنیو چارو وزیرانو بیګا دقدس په باره کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د وروستۍ فیصلې په اړه دمصر په پلازمینې قاهرې کښې بیړنۍ غونډه وکړه .

د عربو اتحادیې مشر « احمد ابوالغیظ »په دغه غونډې کښې د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په معرفی کولو کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدام په غندلو سره وویل دغه اقدام باطل او ظالمانه دی .

هغه دامریکا د ولسمشر اقدام نیواکګرۍ ته د روا والی وربخښل وباله او ټینګار یې وکړ ددغه فتنې په وړاندې باید چپ پاتې نشو .

د فلسطین خارجه وزیر ریاض المالکی هم په دغه غونډې کښې وویل د امریکا دولسمشر ټرمپ فیصله د فلسطین دخلکو په حقوقو او نړیوالو قوانینو تیری دی .

دایران اسلامی جمهوریت لومړنی هیواد وو چې د امریکا د ولسمشر دغه اقدام یې وغاند .

د نړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو تراوسه د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام په کلکه غندلی دی .