د سوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61091-د_سوریې_کړکیچ_پوځی_حل_لاره_نلری
ایرنا خبری اژانس وایی د جرمنی د باندنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل وویل په سوریې کښې پایداره صلح او ثبات یوازې له سیاسی حل لارې امکان لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2017 01:11 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې کړکیچ دهیواد په خلکو زیات اغیز کړی دی .
    په سوریې کښې کړکیچ دهیواد په خلکو زیات اغیز کړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د جرمنی د باندنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل وویل په سوریې کښې پایداره صلح او ثبات یوازې له سیاسی حل لارې امکان لری .

هغه پرون په دې خبرې ټینګار سره چې د سوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری وویل په دغه هیواد کښې ثبات ټینګیدل یوازې دخبرو له لارې امکان لری .

دجرمنی خارجه وزیر زیګمار ګابریل وویل په سوریې کښې کړکیچ دهیواد په خلکو زیات اغیز کړی دی .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱میلادی کال راهسې د سعودی عربستان، امریکا، انګلستان او ددوې دنورو عربو او اروپایی متحدانو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی وو خو اوس د سوریې عسکرو او دلبنان داسلامی مقاومت حزب الله  ځواکونو د ایران د اسلامی جمهوریت په مرستې سره داعش او نورو وهابی ټروریسټی ډلو ته ماتی ورکړی ده او په دغه هیواد کښې دټروریسټانو دوسیه تړل شوی ده .