دفلسطین ډلو د لبنان دحزب الله دمشر د وینا هرکلی وکړ
-
د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه فیصلې وروسته د فلسطین په بیلابیلو سیمو کښې له فلسطینیانو سره د صهیونیسټ رژيم دپوځيانو نښتې پیل شوي دي .
زمونږ خبریال وایی د فلسطین مختلفو ډلو دقدس په اړه د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر حسن نصر الله د وینا هرکلی وکړ او ویې ویل دوې په دې مبارزې کښې یوازې نه دی .
د فلسطین دفتح غورځنګ دمرکزی کمیټۍ غړی عباس زکی وویل دغه غورځنګ به نور له امریکا سره د هیڅ ډول اړیکو غوښتنه ونکړی .
عباس زکی زیاته کړه د فلسطین دفتح غورځنګ له نظره اسرائیل او امریکا د یوې(۱) سکې(Coin) دوه(۲) مخونه دی او دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نور د اسرائیلواو د فلسطینیانو ترمینځ په سیاسی بهیر کښې د مینځګړی رول نشی لوبولی .
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه(۱) نامتو غړی اسماعیل رضوان هم له اسرائیلو سره د پراخې مقابلې او دقدس د دفاع لپاره د لبنان دحزب الله دمشر د عربی او د اسلامی ستراتیژۍ هرکلی وکړ .
د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ دسیاسی دفتر غړی محمد الهندی هم د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر حسن نصر الله د وینا په تائیدولو سره وویل دقدس په اړه د امریکا دولسمشر ډونالد ټرمپ فیصله د اسرائیلو د ختمیدا لپاره فرصت دی .
الهندی وویل قدس نه یوازې له فلسطینیانو سره اړه لری بلکی د ټول اسلامی امت پلازمینه ده .
د فلسطین دازادۍ لپاره دخلق جبهې دپوځی څانګې غونډونو هم د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر حسن نصر الله د وینا قدرونه وکړه .
دغه ګوند په خپلې بیانیې کښې دامریکا او صهیونیسټ رژیم له پلان سره د مقابلې لپاره د مقاومت د ټولو ډلو داتحاد پرضرورت ټینګار وکړ .
دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله وړمه ورځ په خپلې وینا کښې دقدس پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصله په کلکه وغندله .
هغه د عملیاتی نقشې او د متحدې ستراتیژۍ د ټاکلو لپاره د مقاومت دچورلیز د اتحاد او د پیوستون غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ دامریکا د ولسمشر ټرمپ اقدام ته ترټولو مهم ځواب په ټولو فلسطینی سیمو کښې د دریمې(۳) انتفاضې اعلانیدل دی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددسمبر په شپږمه(۶) نیټه دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دقدس داعلانولو په ترڅ کښې دغه ښار ته د واشنګټن دسفارت له انتقالولوسره موافقه وکړه .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه فیصلې وروسته د فلسطین په بیلابیلو سیمو کښې له فلسطینیانو سره د صهیونیسټ رژیم دپوځیانو نښتې پیل شوی دی .