ترهګر دپاکستان پرضد حملې کولای شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61295-ترهګر_دپاکستان_پرضد_حملې_کولای_شی
زمونږخبریال وایی د امریکا دباندنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل که چیرې پاکستان له حقانی ډلې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې غوڅې نکړی نو خپلې ځینې سیمې به له لاسه ورکړی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 16, 2017 05:44 Asia/Kabul
  • پاکستان دامریکا دغه تور چې ګني په دغه هیواد کښې دافغانستان دطالبانو مرکزونه شته ردوي  .
    پاکستان دامریکا دغه تور چې ګني په دغه هیواد کښې دافغانستان دطالبانو مرکزونه شته ردوي .

زمونږخبریال وایی د امریکا دباندنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل که چیرې پاکستان له حقانی ډلې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې غوڅې نکړی نو خپلې ځینې سیمې به له لاسه ورکړی .

دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن چې تیره اونۍ یې په واشنګټن کښې دفکر  یوې(۱) کوټۍ ته وینا  کوله وویل هغه ترهګر چې د کابل پرضد جنګیږی یوه ورځ  به دغه فیصله وکړی چې په پاکستان حمله ترټولو ښه هدف دی .

دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن ویلی دی چې پاکستان ډیرو ترهګرو ډلو ته اجازه ورکړی ده چې ددغه هیواد په خاوره کښې امن پټنځایونه ولری او دغه ترهګرې ډلې په پراختیدا دی او دهغوې نفوذ په ډیریدا دی .

دامریکا خارجه وزیر وویل ما په ځینو وختونو کښې دپاکستان مشرانو ته ویلی دی دتاسو په خاوره کښې دیره طالبان شاید دتاسو پرضد حملې وکړی او هغوې خپل تمرکز له کابل څخه واړوی او دا خبره غوره وګڼی چې دپاکستان پرضد بریدونه ترسره کړی .

پاکستان ته دامریکا دخارجه وزیر دغه خبرداری په داسې حال کښې ورکړل شوی دی چې دامریکا دفاع  وزارت پینټاګان ویلی دی دافغانستان په باره کښې دامریکا نوی ستراتیژۍ د جنګ میدان دافغانستان د ملی امنیتی عسکرو په ګټه بدل کړی او طالبان اوس شاتګ کوی .

دامریکا دفاع وزارت پینټاګان وویل دغه بدلون ځکه رامینځته شوی چې دافغانستان په اړه دامریکا نوی  ستراتیژۍ دغه خبره روښانه کړی ده چې په افغانستان کښې دثبات تر ټینګیدا پورې به دواشنګټن  پوځیان هلته دیره وی او دغه چاره دامریکا عسکروته زیات واک ورکوی چې له دښمن سره مقابله وکړی .

دپاکستان او دافغانستان په اړه دامریکا د خارجه وزیر ریکس ټیلرسن او د دفاع وزارت پینټاګان دغه دوې(۲) بیانیې او څرګندونې په داسې حال کښې شوی چې د ولسمشر ټرمپ حکومت له پاکستان څخه بیا بیا غوښتنه کړی ده چې په قبایلی سیمو کښې دافغانستان دطالبانو ډلې د پټنځایونو پرضد اقدام وکړی اوهغه له مینځه یوسی .

خو پاکستان دامریکا دغه تور چې ګنی په دغه هیواد کښې دافغانستان دطالبانو مرکزونه شته ردوی  .