د هند مسلمانانو دامریکا پرضد مظاهرې وکړې
Dec 16, 2017 02:32 Asia/Kabul
-
دهندوستان مظاهره چیانو دغه راز د اسرائیلو او د امریکا په غلیمانه سیاستونو اعتراض کښې ددغو دوو(۲)هیوادونو بیرغونه وسوزول
زمونږخبریال وایی دهندوستان مسلمانانو دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې دقدس په وړاندې د صهیونیسټ رژیم او د امریکا د غلیمانه سیاستونو پرضد مظاهرې وکړې .
دهندوستان مسلمانانو پرون له جمعې لمانځه وروسته دهیواد په مختلفو ښارونو کښې په مظاهرو سره د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دقدس په رسمیت پیژندلو کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام وغاند .
دهندوستان مظاهره چیانو مړ دې وی اسرائیل او مړه دې امریکا په شعارونو سره وویل د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام د نړیوالو قوانینو او مقرراتو پرخلاف دی .
دهندوستان مظاهره چیانو دغه راز د اسرائیلو او د امریکا په غلیمانه سیاستونو اعتراض کښې ددغو دوو(۲)هیوادونو بیرغونه وسوزول .
ټیګونه