امریکا په سوریې کښې بیا ترهګرو ته روزنه پیل کړی ده
-
امریکا د سوریې دحکومت دمخالفانو دملاتړ په پوښښ کښې د داعش ترهګرې ډلې وسله وال ملاتړونه کړي دي .
اسپوتنیک خبری اژانس وایی روسیې په نویو وسلو په سوریې کښې د دیره ترهګرو د سمبالولو د پایلو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ .
د روسیې د فیډراسیون دشورا د امنیت او د دفاع د کمیسیون مشر ویکتور بوندارف وویل امریکا د سوریې د حالاتو دبیا بې ثباته کولو کوشش کوی او ماسکو به له دغه چارې سره د مقابلې لپاره د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره مرسته وکړی .
سناتور بوندارف ټینګار وکړ دسوریې حکومت دامریکا له دسیسو سره د مقابلې لپاره کافی قدرت لری او اجازه به ورنکړی چې دغه هیواد یوځل بیا دګډوډۍ په لور حرکت وکړی .
د روسیې دفاع وزارت هم پرون په یوې(۱) بیانیې کښې وویل دامریکا دفاع وزارت پینټاګان په سوریې کښې د ترهګرو په روزلو او ملاتړ کښې رول لری .
د روسیې دفاع وزارت زیاته کړی ده دامریکا دفاع وزارت پینټاګان له تیرو شپږو(۶) میاشتو راهسې دسوریې په الحسکه ولایت کښې د روزنې په کیمپونو کښې د ترهګرو روزل پیل کړی دی .
دروسیې دفاع وزارت وویل په دغو کیمپونو کښې کابو اته سوه(۸۰۰) ترهګرو روزنه کړی ده او هغوې دسوریې جنوبی سیمو ته استول کیږی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم څه موده مخکې له ترهګرو ډلو د امریکا د استفادې په اړه ویلی وو په سوریې کښې دامریکا عسکرو په ځلونو له ترهګرو سره له مبارزې او دهغوې له ځپلوډډه کړی ده او دامریکا د عسکرو د اقداماتو په وجه ترهګر له وژل کیدا ژغورل شوی .
روسیې په ځلونو په سوریې کښې له ترهګرو ډلو د ملاتړ په دلیل په امریکا نیوکې کړی دی .
امریکا او دهغې عرب او اروپایی ملګری هیوادونه د داعش او دنوروترهګرو ډلود وسلو او د پیسوملاتړی ګڼل کیږی .
دجرمنی دحکومت او داروپایی اتحادیې د نویو تحقیقاتو پراساس امریکا د سوریې دحکومت دمخالفانو دملاتړ په پوښښ کښې د داعش ترهګرې ډلې وسله وال ملاتړونه کړی دی .