دشمالی کوریا پرضد دامریکا بندیزونه بې اغیزې دی
(last modified Thu, 21 Dec 2017 01:50:02 GMT )
Dec 21, 2017 06:20 Asia/Kabul
  • ټرمپ په ځلونو شمالي کوریا ته دپوځي حملې ګواښونه کړي دي .
    ټرمپ په ځلونو شمالي کوریا ته دپوځي حملې ګواښونه کړي دي .

زمونږخبریال وایی د روسیې د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال ګنادی ګاتیلوف دشمالی کوریا پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو په بې اغیزوالی ټینګار سره وویل د بایکاټونو وخت تیر شوی او په داډول اقداماتو سره نشی کولای پیانګ یانګ د خبرو میز ته کینوی .

هغه پرون د کوریا ټاپووزمې ته دنږدې له  پوځی مانورې دډډه کولو لپاره امریکا ته دجنوبی کوریا  وړاندیز ته په اشارې سره وویل ماسکو په سیمه کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا له مخنیوی سره د مرستې لپاره دهر ډول اقدام هرکلی کوی .

جنوبی کوریا له امریکا غوښتی دی په جنوبی کوریا کښې د ژمی د اولمپیک لوبو د ترسره کیدا تر وخت پورې د کوریا ټاپووزمې ته نږدې د پوځی مانورې له ترسره کولو ډده وکړی .

دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جنګ غواړی کړچار سره د شمالی کوریا او دامریکا په اړیکو کښې تاوتریخوالی زیات شوی او ټرمپ په ځلونو شمالی کوریا ته دپوځی حملې ګواښونه کړی دی .