دفیلپین په توپان کی تراوسه ۲۰۰ کسان وژل شوی دی
دطوفان او دسختو بارانونو له کبله د کمرو دښویدا په پیښو کښې زیات کسان وژل شوی او د وژل شویو کسانو شمیر زیاتیدلی هم شی .
زمونږخبریال وایی په فیلپین کښې سخت طوفان او سیلاب تراوسه ۲۰۰ کسان وژل شوی دی او ډیر کسان بې درکه هم دی .
دفیلپین چارواکو وویل له تیرې جمعې راهسې د ټیمبین(Tembin) په نوم طوفان په مینداناو ټاپو کښې راغی او له کبله یې په لسګونو کسان مړه او ډیر نور بې درکه شول .
دطوفان او دسختو بارانونو له کبله د کمرو دښویدا په پیښو کښې زیات کسان وژل شوی او د وژل شویو کسانو شمیر زیاتیدلی هم شی .
د فیلپین چارواکو وویل دمینداناو جزیرې کلی تر خاورو لاندې شوی دی او دخلکو دژوند دبچولو لپاره مرستندویه ډلې ، پوځیان او پولیس د ژغورنې په کارونو بوخت شوی دی .
په فیلپین کښې دغه طوفان او سیلاب په زرګونو کورونه تباه کړی دی او ارتباطی لارې یې هم غوڅی کړی دی او سلګونو الوتونه یې لغوه کړی او د کشتیو تګ راتګ هم بند شوی دی .