په نړۍ کښې دامریکا نفوذ په کمیدا دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62121-په_نړۍ_کښې_دامریکا_نفوذ_په_کمیدا_دی
زمونږخبریال وایی په روسیې کښې دامریکا پخوانی سفیر توماس پیکرینګ(Thomas Pickering) وویل په ټوله نړۍ کښې بیلابیلو مسایلو ته په پام سره دامریکا نړیوال نفوذ په ځوړتیا دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 01:17 Asia/Kabul
  • د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې دامریکا حیثیت خراب شوی .
    د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې دامریکا حیثیت خراب شوی .

زمونږخبریال وایی په روسیې کښې دامریکا پخوانی سفیر توماس پیکرینګ(Thomas Pickering) وویل په ټوله نړۍ کښې بیلابیلو مسایلو ته په پام سره دامریکا نړیوال نفوذ په ځوړتیا دی .

هغه وویل د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې دامریکا څیره  حیثیت خراب شوی او دغه چاره  په ټوله  دنیا کښې دامریکا د نفوذ دکمیدا په توګه ګڼلی شو .

دامریکا د پخوانی سفیر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې واشنګټن دشمالی کوریا د اټومی پروګرام  ، له ایران سره دتاوتریخوالی او دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دقدس په رسمیت پیژندلو کښې د ډونالډ ټرمپ د فیصلې دپایلو په شمول له نړیوالو موضوګانو سره لاس او ګریوان دی .