په نړۍ کښې دامریکا نفوذ په کمیدا دی
Dec 28, 2017 01:17 Asia/Kabul
-
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې دامریکا حیثیت خراب شوی .
زمونږخبریال وایی په روسیې کښې دامریکا پخوانی سفیر توماس پیکرینګ(Thomas Pickering) وویل په ټوله نړۍ کښې بیلابیلو مسایلو ته په پام سره دامریکا نړیوال نفوذ په ځوړتیا دی .
هغه وویل د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې دامریکا څیره حیثیت خراب شوی او دغه چاره په ټوله دنیا کښې دامریکا د نفوذ دکمیدا په توګه ګڼلی شو .
دامریکا د پخوانی سفیر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې واشنګټن دشمالی کوریا د اټومی پروګرام ، له ایران سره دتاوتریخوالی او دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دقدس په رسمیت پیژندلو کښې د ډونالډ ټرمپ د فیصلې دپایلو په شمول له نړیوالو موضوګانو سره لاس او ګریوان دی .
ټیګونه