په برجام د پابند پاتی کیدو لپاره له ټرمپ څخه غوښتنه 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63039-په_برجام_د_پابند_پاتی_کیدو_لپاره_له_ټرمپ_څخه_غوښتنه
د ایران د اټمی موافقې په هکله، د امریکی د ؤلس مشر د تصمیم نیونې په درشل کی، د امریکی د امنیتی چارو د کار پیژاندو په ملتیا، په لس ګونو پخوانیو مقاماتو او ډیپلماټانو، له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل؛ چی په اټمی جامع پروګرام(برجام) پابند پاتی  شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2018 14:05 Asia/Kabul
  • په برجام د پابند پاتی کیدو لپاره له ټرمپ څخه غوښتنه 

د ایران د اټمی موافقې په هکله، د امریکی د ؤلس مشر د تصمیم نیونې په درشل کی، د امریکی د امنیتی چارو د کار پیژاندو په ملتیا، په لس ګونو پخوانیو مقاماتو او ډیپلماټانو، له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل؛ چی په اټمی جامع پروګرام(برجام) پابند پاتی  شی.

د امریکی ؤلس مشر باید؛ د جنورۍ میاشتې تر پایه پوری، د ایران د ځینو اټمی بندیزونو د ځنډولو د ادامې په هکله فیصله وکړی. لمړنئ اقدام به، د جنورۍ په لسمه نیټه وی. که پدغه ورځ کی ټرمپ د ایران په خلاف د اټمی بایکاټونو د ځنډولو دستور لاسلیک نه کړی، دغه اقدام به له ایران سره له اټمی موافقې څخه د وتلو په معنا وی. 

همدغه موضوع؛ د امریکی په دننه او بهر کی د اندیښمنیو سبب ګرځیدلې ده. د امریکی ؤلس مشر؛ حتی دغه مقام ته له رسیدو وړاندی، په ځلونو له هغه څه سره؛ چی ده د«امریکی د تاریخ ډیره بده موافقه» بللې ده؛ خپل مخالفت څرګند کړئ دئ. نوموړی؛  

د اکټبر په میاشت کی هم، د ایران له خوا د برجام موافقې د بشپړ رعایتولو په هکله، د اټمی انرجۍ د نړیوال آژانس د اتو راپورونو سره سره، اعلان وکړ؛ چی د ایران پابندی نه تائیدوی. او پدی اقدام سره یی د اټمی موافقې موضوع؛ او د بایکاټونو راتلونکئ د امریکی کانګرس ته سپارلئ دئ. سره له دې حاله؛ امریکایی نمایندګانو هم د ۶۰ ورځنی مهلت په موده کی و نشو کړای، د برجام د نابودۍ او یا کمزورتیا لپاره؛ کومی موافقې ته ورسیږی. 

البته پدې موده کی نړیوالې ټولنې، د اروپا اتحادیې؛ ملګرو ملتو او د اټمی انرجۍ د نړیوال آژانس په شان ارګانونو په ملتیا، ټولو د امریکی له ؤلس مشر څخه غوښتی دی، له ایران سره اټمی موافقه په خطر کی وا نه چوی. د ایران اسلامی جمهوریت هم، په ځلونو خبردارئ ورکړئ دئ، چی له برجام څخه د امریکی وتل، یا د ځنډول شویو اټمی بندیزونو بیا اجرا کول به، پریکنده او متقابل عکس العمل په ځان پسی ولری.

د ایران د ؤلس مشر مرستیال، او د اټمی انرجۍ سازمان مشر «علی اکبر صالحی» وایی:«د امریکی له خوا د برجام د ژمنو د نه اجرا کیدو په بڼه کی، د ایران اسلامی جمهوریت داسی تصمیمونه غوره کوی، چی کولای شی له آژانس سره د ایران د 

همکاریو په اوسنۍ پروسی، اغیز شیندونکی وی.

دا شان خبرداریو؛ د برجام د یو شمیر ملاتړو، او حتی د ځینو مخالفینو لپاره، د خطر زنګ کړنګولئ دئ، تر څو د امریکی ؤلس مشر دی، له ایران سره د اټمی موافقې په وړاندی له ماجرا لټونې څخه منع کړی.

په هغه لیک؛ چی د مالیې د پخوانی وزیر، د ملی امنیت د آژانس د پخوانی مدیر، او د سنټ د بهرنیو اړیکو د کمیټی د پخوانی مشر په شان، کسانو له خوا لاسلیک شوئ، راغلی دی: امریکا باید؛ د ایران له بدلونونو سره په مخامخیدنه کی، پاملرنه ولری چی هیڅ داسی اقدام سرته ونه رسوی؛ چی د ګډ اقدام جامع پروګرام(برجام) چی د امریکی لپاره ډیر اهمیت لری؛ په خطر کی واچوی.

سره له دې حاله؛ تر اوسه لا معلومه نه ده چی د امریکی ؤلس مشر به، د نړیوالې ټولنې په غوښتنې او ارادې سره، له ایران سره د اټمی موافقې د موضوع په وړاندی تسلیم شی؛ یا په یو اړخیزې او بحران زیږونکې رودې سره به، د برجام د اجرا له دوام څخه سر وغړوی. خو جوته ده؛ چی له برجام څخه د امریکی احتمالی وتنه به، د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا بی ځوابه پاتی نه شی، او همدغې موضوع؛ په امریکا کی ۵۲ تنه پخوانی مقامونه 

او کارپیژاندی دیته اړ ایستلی، چی قلم را واخلی او ټرمپ ته ولیکی؛ چی نړیوال امنیت دی په خطر کی وا نه چوی.