دامریکا کانګرس دبلواګرو په ملاتړ کښې پریکړه لیک تصویب کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63069-دامریکا_کانګرس_دبلواګرو_په_ملاتړ_کښې_پریکړه_لیک_تصویب_کړ
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا ولسی جرګې کانګرس پرون د بیان دازادۍ د ملاتړ په ادعا سره په ایران کښې د بلواګرو په ملاتړ کښې یو (۱)پریکړه لیک تصویب کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2018 02:11 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دهغه مرستیال مایک پنس په ډاګه په ایران کښې د ورانکارو کسانو ملاتړ کړی وو .
    دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دهغه مرستیال مایک پنس په ډاګه په ایران کښې د ورانکارو کسانو ملاتړ کړی وو .

ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا ولسی جرګې کانګرس پرون د بیان دازادۍ د ملاتړ په ادعا سره په ایران کښې د بلواګرو په ملاتړ کښې یو (۱)پریکړه لیک تصویب کړ .

شپږ سوه شپږ اویایم(۶۷۶) پریکړه لیک دامریکا په ولسی جرګې کانګرس کښې په څلور سوه پینځلسو (۴۱۵)موافقو رایو سره تصویب شو .

دامریکا ولسی جرګې په دغه پریکړه لیک کښې له واشنګټن غوښتی له هدفمنو بایکاټونو اوبیړنیوغونډو په امنیت شورا او د ملګروملتونو د بشری حقوقو په شورا کښې د ایران پرضد استفاده وکړی  .

له دې مخکې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دهغه مرستیال مایک پنس په ډاګه په ایران کښې د ورانکارو کسانو ملاتړ کړی وو .

دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې   دامریکا، سعودی عربستان او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسوسره په مقابلې کښې اساسی رول لوبوی .