امریکا دایران دبلواګرو ښکاره ملاتړ ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63075-امریکا_دایران_دبلواګرو_ښکاره_ملاتړ_ته_دوام_ورکړی
تسنیم خبری اژانس وایی د امریکا د خزانې وزارت پخوانی چارواکی پاول کریګ رابرټز(Paul Craig Roberts) اعتراف وکړ دایران په بلواو کښې د واشنګټن لاسوهنه یوه(۱) ښکاره موضوع ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2018 02:42 Asia/Kabul
  • دایران خلک دامریکا اقدامات تل دځان پرضد او ورانونکي بولي .
    دایران خلک دامریکا اقدامات تل دځان پرضد او ورانونکي بولي .

تسنیم خبری اژانس وایی د امریکا د خزانې وزارت پخوانی چارواکی پاول کریګ رابرټز(Paul Craig Roberts) اعتراف وکړ دایران په بلواو کښې د واشنګټن لاسوهنه یوه(۱) ښکاره موضوع ده .

هغه په ایران کښې وروستیو بلواو ته په اشارې سره وویل نن سبا واشنګټن یوځل بیا دایران دخلکو پرضد لاس په کار شوی دی .

دامریکا دخزانې وزارت دغه پخوانی چارواکی زیاته کړه سپینې ماڼۍ دایران له اسلامی انقلاب وروسته تل دتهران پرضد ورانکارو اقداماتو ته دوام ورکړی دی .

هغه وویل دایران خلک دامریکا اقدامات تل دځان پرضد او ورانونکی بولی .

دامریکا چارواکو په تیرو څو ورځو کښې دایران په څو ښارونو کښې د بلواو له رامینځته کیدا وروسته دایران پرضد خپلو بې نتیجې خوځښتونو ته دوام ورکړی .

په ملګروملتونو کښې دامریکا استازې نیکې هیلې هم دایران د بلواو په اړه د امنیت شورا دغونډې د ترسره کیدا غوښتنه کړی وه چې دغه غونډه جوړه هم شوه .

خو دملګروملتونو دامنیت شورا اکثره غړیو د جنورۍ دمیاشتې په پینځمه(۵) نیټه ددغه شورا په غونډې کښې چې دامریکا په دباو سره دایران په بدلونونو دغور لپاره جوړه شوه دامریکا په وړاندې مقاومت وکړ او اجازه یې ورنکړه واشنګټن له دغه فرصت څخه په ایران کښې د بلواګرو د ملاتړ په شمول خپلو هدفونوته درسیدا لپاره استفاده وکړی .