چین په پاکستان کښې هوایی اډه نه جوړوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63081-چین_په_پاکستان_کښې_هوایی_اډه_نه_جوړوی
زمونږخبریال وایی چین پرون هغه ګونګوسې چې وایی دغه هیواد دپاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر کښې پوځی اډه جوړوی رد کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2018 03:17 Asia/Kabul
  • چین او پاکستان دغه راز کوشش کوي اقتصادي کوریډور پروژه بشپړه کړي کومه چې په دغه لارې کښې دپرتو هیوادونو په ګټه ده .
    چین او پاکستان دغه راز کوشش کوي اقتصادي کوریډور پروژه بشپړه کړي کومه چې په دغه لارې کښې دپرتو هیوادونو په ګټه ده .

زمونږخبریال وایی چین پرون هغه ګونګوسې چې وایی دغه هیواد دپاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر کښې پوځی اډه جوړوی رد کړې .

د هندوستان این ډی ټیلی ویژن (NDTV)راپور ورکړی چې چین د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې دهوایی اډې په جوړولو غور کوی .

د تیر میلادی کال په جون میاشت کښې هم دامریکا دفاع وزارت پینټاګان یو(۱) راپور خپور کړی وو چې پکښې ویل شوی وو پاکستان د چین د پوځی اډې  دجوړیدا ممکنه ځاې کیدلی شی .

د امریکا ددفاع وزارت په دغه اوه نوی(۹۷) مخیز راپور کښې چې کانګرس ته وړاندې کړی شوی وو ویل شوی دی احتمال شته چې چین به  د پاکستان په شمول په هغو هیوادونو کښې چې ورسره له اوږدې مودې راهسې دوستانه اړیکې او ورته ستراتیژیکې ګټې لری د پوځی اډو د جوړولو هڅه وکړی .

دسیمې په رسنیو کښې دغه ګونګوسې روانې دی چې چین د پاکستان دبلوچستان صوبې د ګوادر په جیوانی سیمه کښې  چې د ایران چابهار بندر ته نږدې پرته ده دپوځی اډې د جوړولو کوشش کوی .

دچین دخارجه وزارت ویندوی لو کانګ پرون د رسنیو راپورونه غیر ضروری ګونګوسې وبللې .

هغه وویل څرنګه چې تاسو ته پته ده دچین او پاکستان اقتصادی کوریډور د یوه کمر او دیوې لارې( ONE BELT ONE ROAD) دپروژې مهمه برخه  ده او زیاته یې کړه چین او پاکستان دغه راز کوشش کوی  داقتصادی کوریډور پروژه بشپړه کړی کومه چې په دغه لارې کښې دپرتو هیوادونو په ګټه ده .