امریکا دایران پرضد تبلیغاتو ته دوام ورکړی
-
دامریکا له چټي ادعاګانو سره سره ټول هیوادونه اعتراف کوي چې ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښې کښې ولاړ دی .
فارس خبری اژانس وایی د امریکا دنوی دفاعی ستراتیژۍ سند خپور شو چې پکښې دایران اسلامی جمهوریت نوم ته اشاره شوی ده .
دامریکا دفاع وزارت پینټاګان پرون د خپل هیواد دنوی دفاعی ستراتیژۍ دسند د یولسو(۱۱) مخونو لنډیز خپور کړی او پکښې ادعا شوی ده چې ایران هماغه راز تاوتریخوالی ته دوام ورکوی او تهران د مینځنی ختیځ د ثبات لپاره ترټولو مهم چیلنج دی .
دامریکا دنوی دفاعی ستراتیژۍ دسند په یوې (۱)بلې برخې کښې ادعا شوی ده په مینځنی ختیځ کښې ایران له ګاونډیو هیوادونو سره په سیالۍ بوخت دی او له دې سره په یووخت د بې ثباتۍ او د نفوذ دهلال او د نورو په استازی توب د ډلو په رامینځته کولو او په توغندوی پروګرام سره په سیمه کښې سلطې ته د رسیدا چارې تعقیبوی .
دامریکا دفاع وزارت د دفاعی ستراتیژۍ په سند کښې دغه راز ادعا کړی ده د ایران او دشمالی کوریا په شان د هیوادونو د کنټرولولو ، په امریکا ضد ترهګرو ګواښونو دغلبې او په عراق او افغانستان کښې د واشنګټن د بریاو د تثبیتولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړی .
دامریکا دنوی دفاعی ستراتیژۍ سند په داسې حال کښې ایران په سیمه کښې په بې ثباتۍ او په هغه څه چې له ترهګرۍ ملاتړ بلل شوی دی تورنوی چې دامریکا ممنوعه وسلې په یمن کښې دبشریت پرضد دجنایت نښه او بیلګه ده .
په یمن کښې دامریکا او د سعودی عربستان په جنګی جنایتونو سربیره له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د سپینې ماڼۍ دوه ګوڼه سیاست په سوریې او سیمه کښې د ځینو ترهګرو ډلو د ژوند د دوام سبب شوی دی .
دایران اسلامی جمهوریت د یوه (۱)مسولیت منونکی هیواد په توګه په سوریې او عراق کښې دداعش ډلې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې مهم رول لوبولی دی او په دې زمینه کښې په نورو هیوادونو دامریکا دګرمو وراچول له ترهګرۍ سره په حقیقی مبارزې کښې د ایران د رول تر اغیز لاندې د راوستلو لپاره دی.
دامریکا له چټی ادعاګانو سره سره ټول هیوادونه اعتراف کوی چې ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښې کښې ولاړ دی .