ایران دصهیونیسټ رژیم له سلطې سره مقابله کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65133-ایران_دصهیونیسټ_رژیم_له_سلطې_سره_مقابله_کوی
دقیرغیزستان د نړیوالو مسایلو کارپیژاند تورسونبای باقراولو وویل یوازنی قدرت چې په مینځنی ختیځ کښې دصهیونیسټ رژیم له سلطې او نیواکګریو سره د مقابلې توان لری دایران اسلامی جمهوریت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2018 00:50 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم داسلام دبې باوره کولو لپاره داعش ترهګره ډله جوړه کړه .
    صهیونیسټ رژیم داسلام دبې باوره کولو لپاره داعش ترهګره ډله جوړه کړه .

دقیرغیزستان د نړیوالو مسایلو کارپیژاند تورسونبای باقراولو وویل یوازنی قدرت چې په مینځنی ختیځ کښې دصهیونیسټ رژیم له سلطې او نیواکګریو سره د مقابلې توان لری دایران اسلامی جمهوریت دی .

هغه له فارس خبری اژانس سره په مرکه کښې قدس دفلسطین دخلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم او دامریکا د اقداماتو په وړاندې د مسلمانانو د  وحدت چورلیز وباله او ویې ویل له نړیوالو اعتراضونو سره سره له تل ابیب څخه قدس ته د خپل سفارت د انتقالولو لپاره د امریکا فیصلې وښودله چې واشنګټن دخپلو هدفونو په چوکاټ کښې د نورو  ملتونو دحقونو خیال نه ساتی .

دقیرغیزستان دپارلمان پخوانی استازی تورسونبای باقراولو  دامریکا دسیاست په ادارې کښې د صهیونیسټ لابۍ نفوذ ته په اشارې سره وویل اسرائیل د ایران ، عراق او دسوریې په شان دسیمې دځینو هیوادونو په دښمن بللو سره امریکا ته دوکه ورکړه او واشنګټن یې له دغو هیوادونو سره جنګ ته مجبوره کړ .

هغه وویل صهیونیسټ رژیم داسلام دبې باوره کولو لپاره داعش ترهګره ډله جوړه کړه چې وکولای شی مسلمان وحشی وښیی او خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره د غیر مسلمانو هیوادونو له ملاتړه استفاده وکړی .

دقیرغیزستان دغه شناندی په دې خبرې سره چې اروپایی اتحادیه باید دامریکا په وړاندې خپلواکه سیاست غوره کړی وویل نور هیوادونه په یوازې ځان ددې جوګه نه دی چې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د دسیسو په وړاندې مقاومت وکړی پردې اساس ددغو  دسیسو دشنډولو لپاره هغوې باید دایران له اسلامی جمهوریت سره یوځاې شی .