ایران دصهیونیسټ رژیم له سلطې سره مقابله کوی
-
صهیونیسټ رژیم داسلام دبې باوره کولو لپاره داعش ترهګره ډله جوړه کړه .
دقیرغیزستان د نړیوالو مسایلو کارپیژاند تورسونبای باقراولو وویل یوازنی قدرت چې په مینځنی ختیځ کښې دصهیونیسټ رژیم له سلطې او نیواکګریو سره د مقابلې توان لری دایران اسلامی جمهوریت دی .
هغه له فارس خبری اژانس سره په مرکه کښې قدس دفلسطین دخلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم او دامریکا د اقداماتو په وړاندې د مسلمانانو د وحدت چورلیز وباله او ویې ویل له نړیوالو اعتراضونو سره سره له تل ابیب څخه قدس ته د خپل سفارت د انتقالولو لپاره د امریکا فیصلې وښودله چې واشنګټن دخپلو هدفونو په چوکاټ کښې د نورو ملتونو دحقونو خیال نه ساتی .
دقیرغیزستان دپارلمان پخوانی استازی تورسونبای باقراولو دامریکا دسیاست په ادارې کښې د صهیونیسټ لابۍ نفوذ ته په اشارې سره وویل اسرائیل د ایران ، عراق او دسوریې په شان دسیمې دځینو هیوادونو په دښمن بللو سره امریکا ته دوکه ورکړه او واشنګټن یې له دغو هیوادونو سره جنګ ته مجبوره کړ .
هغه وویل صهیونیسټ رژیم داسلام دبې باوره کولو لپاره داعش ترهګره ډله جوړه کړه چې وکولای شی مسلمان وحشی وښیی او خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره د غیر مسلمانو هیوادونو له ملاتړه استفاده وکړی .
دقیرغیزستان دغه شناندی په دې خبرې سره چې اروپایی اتحادیه باید دامریکا په وړاندې خپلواکه سیاست غوره کړی وویل نور هیوادونه په یوازې ځان ددې جوګه نه دی چې د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د دسیسو په وړاندې مقاومت وکړی پردې اساس ددغو دسیسو دشنډولو لپاره هغوې باید دایران له اسلامی جمهوریت سره یوځاې شی .