روسیې او فرانسې دسوریې په اړه خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65271-روسیې_او_فرانسې_دسوریې_په_اړه_خبرې_وکړې
مهر خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون دسوریې دکړکیچ په اړه ټیلی فونی خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2018 02:10 Asia/Kabul
  • دسوریې ملت یوازنی مرجع ده چې د رایو د صندوقونو له لارې او د ډیموکراټیکو اوزارونو پراساس به دخپل هیواد راتلونکي وټاکي .
    دسوریې ملت یوازنی مرجع ده چې د رایو د صندوقونو له لارې او د ډیموکراټیکو اوزارونو پراساس به دخپل هیواد راتلونکي وټاکي .

مهر خبری اژانس وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون دسوریې دکړکیچ په اړه ټیلی فونی خبرې وکړې .

د کریملین دماڼۍ د  بیانیې پراساس د فرانسې او د روسیې ولسمشرانو په دغو ټیلی فونی خبرو کښې د سوریې د بیا رغاونې د لارو چارو په اړه د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د زیاتولو د اهمیت او دجینوا د خبرو له لارې سولې ته د رسیدا لپاره د چټک حرکت د ضرورت په اړه بحث او دنظر تبادله وکړه .

د روسیې او د فرانسې ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او امانوئل ماکرون د روسیې په سوچی ښار کښې د سوریې د ملی خبرو اترو د نتیجو په نظر کښې نیولو سره د ملګروملتونو د ۲۲۵۴ پریکړه لیک پراساس په جینیوا کښې د سوریې دصلحې د خبرو اترو د  دپیلولولپاره دخپلوهیوادونو په پام ټینګار وکړ .

د سوریې د ملی خبرو غونډه د روان میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې په نهویشتمه(۲۹) او دیرشمه(۳۰) نیټه د روسیې په سوچی ښار کښې ترسره شوه .

په دغه غونډې کښې دسوریې دملی واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو ټینګار وشو او جوته شوه دسوریې ملت یوازنی مرجع ده چې د رایو د صندوقونو له لارې او د ډیموکراټیکو اوزارونو پراساس به دخپل هیواد راتلونکی وټاکی .