د روسیې او د امریکا ولسمشرانو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65453-د_روسیې_او_د_امریکا_ولسمشرانو_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دمینځنی ختیځ او دفلسطین د وروستیو پرمختیاو په اړه ټیلی فونی خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2018 01:30 Asia/Kabul
  • واشنګټن د سازباز دبهیر یوازې مینځګړی هیواد نشي کیدلای شي .
    واشنګټن د سازباز دبهیر یوازې مینځګړی هیواد نشي کیدلای شي .

زمونږ خبریال وایی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دمینځنی ختیځ او دفلسطین د وروستیو پرمختیاو په اړه ټیلی فونی خبرې وکړې .

خبری سرچینو د مینځنی ختیځ د نویو پرمختیاو او د فلسطین دمسلې په اړه د امریکا او د روسیې د ولسمشرانو د ټیلی فونی خبرو نور جزیات خپاره نکړل .

 خو کارپیژاندی باوری دی د امریکا او د روسیې د ولسمشرانو ټیلی فونی خبرې دسیمې په وروستیو بدلونونو په تیره بیا د اردن  سیند په لویدیځې غاړې کښې د اسرائیلو د ښارګیو د الحاق لپاره د صهیونیسټ رژیم دپلان او دسوریې د پوځ لخوا د اسرائیلو دیوې(۱) ایف شپاړس (f-16)جنګی الوتکې د نسکوریدا په اړه متمرکزې وې .

په عین حال کښې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس پرون په ماسکو کښې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کښې وویل واشنګټن د سازباز دبهیر یوازې مینځګړی هیواد نشی کیدلای .