د وینې د تویدادمخنیوی لپاره له پاکستان سره خبرې اړینې دی
-
پاکستان به د هند ترکنترول لاندې کشمیر کښې دپوځ په مرکز د حملې بیه ورکړي .
زمونږ خبریال وایی د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر اعلی وزیرې میرمن محبوبه مفتی (Mehbooba Mufti)چې د دغه هیواد له سخت دریځه ګوند بهارتیا جنتا ګوند سره ائتلافی ده یو(۱) زړور اقدام واخیست او دکشمیر په اړه یې د پاکستان او دهندوستان د دوه اړخیزه خبرو اترو پرضرورت ټینګار وکړ
هغې وویل که چیرې مونږ غواړو د وینې تویدل پاې ته ورسیږی نو دکشمیر په اړه له پاکستان سره خبرې ضروری دی .
د هندوستان ترکنټرول لاندې دکشمیر اعلی وزیرې محبوبه مفتی وویل مونږ باید له پاکستان سره خبرې وکړو ځکه چې جنګ یو(۱) انتخاب نه دی .
هغې په عین حال کښې دخپلو څرګندونو په اړه دهندوستان د رسنیو له لورې د سخت غبرګون په اړه اندیښنه هم څرګنده کړه خو ویې ویل زه هغه شی چې حقیقت وی بیانوم او دا زما اراده ده .
د هندوستان ترکنټرول لاندې د کشمیر اعلی وزیرې محبوبه مفتی وویل زه پوهیږم چې دهندوستان رسنۍ او خبریالان به ما د هیواد پرضد وبولی خو دا هیڅ خبره نه ده .
هغې وویل دجمو او کشمیر سیمې خلک کړیږی .
دهندوستان تر کنټرول لاندې دکشمیر اعلی وزیرې محبوبه مفتی دغه څرګندونې په کشمیر کښې د پوځ په یوه مرکز د حملې په درشل کښې کړی دی چې پکښې پینځه(۵) عسکر او یو (۱)ملکی وژل شوی وو .
په دغه حملې کښې درې وسله وال کسان هم وژل شوی .
دغه راز دهندوستان دفاع وزیرې میرمن نیرمالا سیتارامان(Nirmala Sitharaman) وویل پاکستان به د هند ترکنترول لاندې کشمیر کښې دپوځ په مرکز د حملې بیه ورکړی .
هغې وویل دهندوستان استخباراتی معلومات ښیی چې ترهګر له سرحد وراخوا ( په پاکستان کښې ) دځینو کسانو لخوا کنټرولیږی .