د اردن حکومتي کابینې په جمعه استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66325-د_اردن_حکومتي_کابینې_په_جمعه_استعفا_ورکړه
د اردن د حکومتي کابینې غړو د کابینې د اصلاح او د وزیرانو د بدلیدو په خاطر استعفا ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2018 18:08 Asia/Kabul
  • د اردن حکومتي کابینې په جمعه استعفا ورکړه

د اردن د حکومتي کابینې غړو د کابینې د اصلاح او د وزیرانو د بدلیدو په خاطر استعفا ورکړه.

د اردن د وزیراعظم هاني الملقي کابینې نن غونډه وکړه چې پکښې ټولو وزیرانو خپله استعفا وزیراعظم ته وړاندې کړه.

ټاکل شوې ده چې د کابینې له معرفۍ وروسته نوي وزیران د اردن د باچا دویم عبدا... په وړاندې لوړه وکړي.

د اردن وزیراعظم هاني الملقي د ده په سیاستونو په تیره بیا د ګرانۍ په لړ کښې له شویو ولسي اعتراضونو سره سره وتوانید چې یوځل بیا له پارلیمان څخه د اعتماد راې ترلاسه کړي.

هغه د خپل حکومت په سیاستونو باندې د ولسي اعتراضونو په غبرګون کښې ویلي وو چې هیڅکله به د هیواد مصلحیت د ولسي محبوبیت له ترلاسه کولو ځار نه کړي.