د هند او پاکستان نښته د سیمې لپاره خطرناکه ده
میر واعظ عمر فاروق نن له هند او پاکستان دواړو وغوښتل چې په ټولو برخو کښې د اختلافاتو د هوارولو هڅه وکړه.
د کشمیر حریت کانفرنس یو مشر ټینګار وکړ، په کشمیر کنټرول لاین کښې نښته نه د هندوستان په ګټه ده او نه د پاکستان، بلکې د سیمې لپاره خطرناکه ده.
میر واعظ عمر فاروق نن له هند او پاکستان دواړو وغوښتل چې په ټولو برخو کښې د اختلافاتو د هوارولو هڅه وکړه.
د کشمیر حریت کانفرنس دغه لوړرتبه غړي د دې سیمې د کړکیچ د هواري یوازنی لاره د هند او پاکستان د چارواکو ترمینځ خبرې اترې وبللې او ویې ویل چې د دواړو هیوادونو د اختلافاتو هواری د سیمې له ارامښت او صلحې او ثبات سره مرسته کوي.
د کشمیر خلک د دغې سیمې د وضعیت د ټاکنې لپاره د ریفرنډم یا ټولپوښتنې په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا غوښتونکي دي.