القاعده ډلې دفرانسې په سفارت حمله کړی وه
Mar 04, 2018 02:09 Asia/Kabul
-
د افریقا ساحل په هیوادونو کښې د لویدیځو هیوادونو شتون او لاسوهنو ددغه سیمې دهیوادونو مشکلات نور هم زیات کړي دي .
زمونږ خبریال وایی القاعده ډلې ته اړونده یوې(۱) ډلګۍ د بورکینافاسو هیواد په پلازمینې اوګادوګو کښې د فرانسې په سفارت د حملې چې له کبله یې اتویشت (۲۸)کسان وژل شوی وو ذمه واری پرغاړه واخیستله.
په تیرې جمعې ورځ د بورکینافاسو هیواد په پلازمینې اوګادوګو کښې د فرانسې د پوځ د قوماندنۍ مرکز ته نږدې یوه(۱) بم چاودنه هم شوی وه چې له کبله یې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شوی وو .
ملګروملتونو او ډیرو هیوادونو د فرانسې په سفارت حمله غندلی ده .
دغه حملې په داسې حال کښې شوی دی چې بورکینافاسو او د افریقا دساحل نور هیوادونه له ډیرو امنیتی او سیاسی مشکلاتو او مسایلو سره مخ دی .
د افریقا ساحل په هیوادونو کښې د لویدیځو هیوادونو شتون او لاسوهنو ددغه سیمې دهیوادونو مشکلات نور هم زیات کړی دی .