ایران د اټومی موافقې په اړه خبرې نه کوی
-
دایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ اټومي موافقه د ۲۰۱۶ میلادي کال له جنورۍ میاشتې راهسې اجرايي شوي خو دامریکا حکومت ددغه نړیوال تړون د له مینځه وړلوکوشش کوي .
دامریکا یوه مشهور شناند ګیریت پورټر(Gareth Porter) له اسپوتینک خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل دایران اسلامی جمهوریت د اټومی موافقې په اړه خبرې نه کوی .
هغه داټومی موافقې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیاستونو نیوکې سره وویل په اټومی تړون کښې د بدلون د راوستلو لپاره د بیا خبرو لپاره دایران نه ګروهنې ته په پام سره دغه موافقه د کړکیچ په لور روانه ده .
دامریکا دغه شناند د اټومی تړون د مادو د بدلولو په زمینه کښې له امریکا د اروپایی هیوادونو د پیروۍ په اړه وویل په ډاډ سره دغه کار ترسره کیدلای شی او علت یې دا دی امریکا نیت لری له هر هغه قدرت څخه چې لری یې استفاده وکړی چې د بریتانیا ، فرانسې او دجرمنی په شان د اټومی موافقې لاسلیک کونکی هیوادونه دامریکا غوښتنو ته غاړه کیږدوی .
امریکا له اروپایی هیوادونو غوښتی دی د اټومی موافقې په مادو کښې د بیا کتنې په اړه له واشنګټن سره ملګری شی .
دایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ اټومی موافقه د ۲۰۱۶ میلادی کال له جنورۍ میاشتې راهسې اجرایی شوی خو دامریکا حکومت ددغه نړیوال تړون د له مینځه وړلوکوشش کوی .