دفرانسې خارجه وزیر دسیمې په ثبات ټینګار وکړ
-
باید زر مینځني ختیځ سیمې ته د امنیت او دثبات د بیرته ستنیدا لاره پیدا شي .
ایرنا خبری اژانس وایی د فرانسې دبهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان (Jean-Yves Le Drian) په تهران کښې د اسلامی ایران له ولسمشر حسن روحانی سره له کتنې او خبرو وروسته د مینځنی ختیځ سیمې په حالت د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ فرانسه به سیمې ته د ارامښت د بیرته ستنیدا د لارې د موندلو او له بندون څخه د وتلو لپاره له تهران سره خبرو ته دوام ورکړی .
هغه وویل باید زر مینځنی ختیځ سیمې ته د امنیت او دثبات د بیرته ستنیدا لاره پیدا شی .
دفرانسې دبهرنیو چارو وزیر ژان ایو لورډیان پرون سهار د دوه(۲) ورځنی سفر لپاره دیوه(۱) لوړرتبه پلاوی په مشرۍ تهران ته رسیدلی .
هغه پرون دایران له ولسمشر حسن ، خارجه وزیر محمد جوادظریف او د ملی امنیت د لوړې شورا له سیکرټر علی شمخانی سره کتنې او د دوه اړخیزه ، سیمه ییزو او دنړیوالو مسایلو په خبرې وکړې .
د فرانسې رسنیو تهران ته د فرانسې دباندنیو چارو د وزیر د سفر ترټولو مهمه موضوع او ایجنډه ایران ته د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د سفر د سریزو برابرول بللی دی .