دامریکا ولسمشر د اسرائیلو ملاتړ اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66875-دامریکا_ولسمشر_د_اسرائیلو_ملاتړ_اعلان_کړ
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دصهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره په کتنې کښې په نیواکی سیمو کښې ددغه رژیم د دریځونو په ملاتړ سره وویل امکان شته چې زه په شخصی ډول په قدس کښې دامریکا دسفارت د پرانیستلو په دستورو کښې ګډون وکړم .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2018 01:53 Asia/Kabul
  • اسرائیل له امریکا ، سعودي عربستان او ځینو نوروعربو او اروپايي  هیوادونو سره یوځاې په سوریې ،عراق ، یمن ، لیبیا  وغیره کښې دترهګرو ډلو اصلي ملاتړی دی .
    اسرائیل له امریکا ، سعودي عربستان او ځینو نوروعربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سوریې ،عراق ، یمن ، لیبیا وغیره کښې دترهګرو ډلو اصلي ملاتړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دصهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره په کتنې کښې په نیواکی سیمو کښې ددغه رژیم د دریځونو په ملاتړ سره وویل امکان شته چې زه په شخصی ډول په قدس کښې دامریکا دسفارت د پرانیستلو په دستورو کښې ګډون وکړم .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په  سپینه ماڼۍ کښې دصهیونیسټ  رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره په  کتنې کښې زیاته کړه قدس ته د امریکا دسفارت انتقالول تاریخی فرصت دی او مونږ اراده لرو چې دغه پیښه زر عملی شی .

ټرمپ په قدس کښې د امریکا د سفارت د جوړولو  دعملیاتو پیلیدا ته په اشارې سره وویل هماغه ډول چې مخکې مو ژمنه کړی وه قدس ته دامریکا دسفارت په انتقال ټینګار لرو او دضرورت په بڼه کښې به زه په شخصی ډول ددغه سفارت د پرانیستلو په دستورو  کښې ګډون وکړم .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل داسرائیلو او دامریکا ترمینځ اړیکې هیڅکله په دومره اندازه ګرمې او صمیمانه نه وې .

دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو هم په دغه کتنې کښې د اسرائیلو دپلازمینې  په توګه دنیواکی فلسطین په رسمیت د پیژندلو او قدس ته د واشنګټن د سفارت دانتقالولو دهڅې لپاره  د ډونالډ ټرمپ په قدرونې سره وویل داسرائیلو پرمختګ د امریکا دملاتړونو په خاطر دی .

دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره په کتنې کښې د اټومی وسلو دجوړولو لپاره په هڅې دایران په تورنولو سره د تهران پرضد دامریکا د دباونو دزیاتولو غوښتنه وکړه .

نتانیاهو په سیمه کښې دصهیونیسټ رژیم د نیواکګرۍ دوام او د فلسطین ، لبنان او د سوریې په خاوره ددغه رژیم حملو ته له اشارې پرته ادعا وکړه په مینځنی ختیځ کښې ترټولو ستر چیلنج ایران دی .

اسرائیل له امریکا ، سعودی عربستان او ځینو نوروعربو او اروپایی  هیوادونو سره یوځاې په سوریې ،عراق ، یمن ، لیبیا  وغیره کښې دترهګرو ډلو اصلی ملاتړی دی .