په سوریې کښې دروسیې پوځی الوتکه غورځیدلی ده
-
روسیه یوه(۱) هوايي اډه د سوریې په حمیمیم او یوه(۱) بله سمندري اډه هم په طرطوس سیمه کښې لري .
زمونږ خبریال وایی د روسیې دفاع وزارت وویل په سوریې کښې ددغه هیواد دپوځی ټرانسپورټی الوتکې د نسکوریدا په پیښه کښې نهه دیرش(۳۹) کسان وژل شوی دی .
ویل کیږی چې د روسیې د پوځ یوه(۱) انتونوف پوځی ټرانسپورټی الوتکه پرون دسوریې په حمیمیم(HAMIMIM) هوایی اډې کښې دکوزیدا په وخت نسکوره شوه او ټول نهه دیرش(۳۹) سپاره کسان پکښې ووژل شوی .
د روسیې دفاع وزارت د انتونوف د پوځی ټرانسپورټی الوتکې د نسکوریدا علت فنی خرابۍ بللی دی .
روسیه یوه(۱) هوایی اډه د سوریې په حمیمیم او یوه(۱) بله سمندری اډه هم په طرطوس سیمه کښې لری او له دغو اډو د ترهګرو پرضد دجنګ لپاره استفاده کوی .
د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان ، امریکا، او دهغوې د ملاتړ وړ ترهګرو په پراخل یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی او له دغه کړکیچ وروسته سوریې له ایران او روسیې غوښتنه وکړه چې له ترهګرو سره دمبارزې لپاره له دمشق سره مرسته وکړی او دغو دواړو هیوادونو له سوریې سره پوځی مرسته وکړه چې اوس هم دوام لری .