یمن د سعودی عربستان په ګورستان بدل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66947-یمن_د_سعودی_عربستان_په_ګورستان_بدل_شوی_دی
زمونږ خبریال وایی د امریکا دوه میاشتنې مجلې امریکن کنزرویټو(American Conservative) پرون د یمن دیوه مشهور شیخ په قول په یوې مقالې کښې ولیکل یمن د سعودی عربستان لپاره په یوې هدیرې(Cemetery) بدل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2018 01:47 Asia/Kabul
  •  دیمن جنګ له مالي پلوه فضول خرچه او په وسلو سمبال دعربستان پوځ ته ښودلي ده چې دغه پوځ  یوازې د کاغذ  زمری دی .
    دیمن جنګ له مالي پلوه فضول خرچه او په وسلو سمبال دعربستان پوځ ته ښودلي ده چې دغه پوځ یوازې د کاغذ زمری دی .

زمونږ خبریال وایی د امریکا دوه میاشتنې مجلې امریکن کنزرویټو(American Conservative) پرون د یمن دیوه مشهور شیخ په قول په یوې مقالې کښې ولیکل یمن د سعودی عربستان لپاره په یوې هدیرې(Cemetery) بدل شوی دی .

د امریکا دغه مجله د یمن دغه مشهور شیخ په قول زیاتوی سعودی عربستان هڅه کوی د سندان د ماتولو لپاره له خښتې استفادې وکړی خو هغوې په حقیقت کښې ځان تباه کوی نه دا چې یمن .

دامریکا د مجلې له دغه شننې په ‌ډکې کښې مقالې کښې ویل شوی دی د یمن جنګ چې په سعودی عربستان کښې اکثره خلک هغه د «محمد بن سلمان دجنګ »په توګه یادوی هم په ملی او هم په نړیوال ډګر کښې د شان وشوکت غوښتونکی ځوان عربستانی شاهزاده محمد بن سلمان  دسیاستونو د اجرا کولو لپاره پیل شوی او اوس دیمن پرضد دسعودی عربستان جنګ څلورم(۴)  کال ته ورننوتلی دی .

د امریکن کنزرویټو مجلې په مقالې کښې ټینګار شوی دی دیمن جنګ له مالی پلوه فضول خرچه او په وسلو سمبال دعربستان پوځ ته ښودلی ده چې دغه پوځ  یوازې د کاغذ  زمری دی په دې ډول چې حتی په سپکو او متوسطو وسلو د یوې سمبال ډلې( انصار الله ولسی غورځنګ ) په وړاندې د خپلو سرحدونو د دفاع کولو وس نلری .