ایران غواړی امریکا له مینځنی ختیځ څخه وباسی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66949-ایران_غواړی_امریکا_له_مینځنی_ختیځ_څخه_وباسی
فارس خبری اژانس وایی د امریکا د مشرانو جرګې سینا(Senate) یوه(۱) غړی سناتور مارکو روبیو د اسرائیلو او دامریکا د عمومی چارو دکمیټۍ ایپک(AIPAC) په غونډې کښې وویل ایران کوشش کوی دسیمې په بیلابیلو هیوادونو کښې د شیعه پوځی ملیشا ځواکونو په جوړولو او له نورو هیوادونو سره په مشارکت سره امریکا له سیمې وباسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2018 01:59 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره په سیمه کښې د امریکا له  ملاتړ وړ ترهګرو سره په مبارزې کښې فعال رول لوبولی دی .
    دایران اسلامي جمهوریت د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره په سیمه کښې د امریکا له ملاتړ وړ ترهګرو سره په مبارزې کښې فعال رول لوبولی دی .

فارس خبری اژانس وایی د امریکا د مشرانو جرګې سینا(Senate) یوه(۱) غړی سناتور مارکو روبیو د اسرائیلو او دامریکا د عمومی چارو دکمیټۍ ایپک(AIPAC) په غونډې کښې وویل ایران کوشش کوی دسیمې په بیلابیلو هیوادونو کښې د شیعه پوځی ملیشا ځواکونو په جوړولو او له نورو هیوادونو سره په مشارکت سره امریکا له سیمې وباسی .

هغه وویل ایران ستراتیژیکې هڅې پیل کړی دی چې امریکا له سیمې وباسی او ځان دسیمې په مسلط قدرت بدل کړی .

دسیمې  دهیوادونو په چارو کښې  دایران د لاسوهنې په اړه دامریکا د چارواکو ادعاګانې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې دایران اسلامی جمهوریت د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره په سیمه کښې د امریکا له  ملاتړ وړ ترهګرو سره په مبارزې کښې فعال رول لوبولی دی او د عراق او دسوریې په شمول دسیمې حکومتونو دایران ددغه رول قدرونه هم کړی ده .

د ایپک صهیونیسټی لابۍ په نوم د اسرائیلو او امریکا د عمومی چارو د کمیټۍ(American Israel Public Affairs Committee) غونډه هر کال ترسره کیږی او د امریکا او د اسرائیلو  بیلابیل سیاستوالان پکښې ویناوې کوی .

ایپک American Israel Public Affairs Committeeپه امریکا کښې د صهیونیسټ رژیم ترټولو نفوذ لرونکی لابۍ ده چې دامریکا دحکومت دسیاستونو په جوړولو او دصهیونیسټ رژیم له ګټو سره ددغو سیاستونو په غږمله کولو کښې مهم رول لری .