امریکا داټومی موافقې په وړاندې ژمنو ته پاې بنده ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66955-امریکا_داټومی_موافقې_په_وړاندې_ژمنو_ته_پاې_بنده_ده
ایرنا خبری اژانس وایی په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس کښې د امریکا استازیی میرمن نیکوال شمپاین(Nicole Shampaine) پرون په یوې (۱)بیانیې کښې ادعا وکړه واشنګټن د اټومی تړون په وړاندې خپلو ژمنو ته پاې بند دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2018 02:41 Asia/Kabul
  • دنړۍ هیوادونه د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغوښتنې په اپوټه داټومي تړون دساتلو غوښتونکي دي .
    دنړۍ هیوادونه د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغوښتنې په اپوټه داټومي تړون دساتلو غوښتونکي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس کښې د امریکا استازیی میرمن نیکوال شمپاین(Nicole Shampaine) پرون په یوې (۱)بیانیې کښې ادعا وکړه واشنګټن د اټومی تړون په وړاندې خپلو ژمنو ته پاې بند دی .

هغې دغه راز په هغه څه چې د اټومی موافقې نیمګړتیاوې یې وبللې اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل امریکا ددغو نیمګړتیاو د لیرې کولو هڅه کوی .

په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس کښې د  امریکا استازیی میرمن نیکول شمپاین(Nicole Shampaine)  په خندا وړ څرګندونو کښې له ایران اسلامی جمهوریت څخه چې تراوسه یې داټومی انرژۍ لخوا اټومی تړون ته لس(۱۰) ځله پاې بندۍ تائید شوی ده وغوښتل خپلې ژمنې په دقت سره اجرا کړی .

دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو اټومی موافقه د ۲۰۱۶ میلادی کال له جنورۍ میاشتې راهسې اجرایی شوی ده خو  دامریکا حکومت د پینځه جمع یوې ډلې د یوه(۱) غړی په توګه تل ددغه اټومی تړون په لاره کښې خنډونه رامینځته کړی دی او دخپلو ژمنو خلاف ورزۍ کوی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ په دې ادعا سره چې اټومی تړون یوازې د ایران د اسلامی جمهوریت ګټې تامینوی د واشنګټن دګټو په لړ کښې په دغه موافقې کښې د بدلون د راوستلو غوښتونکی دی .

خو  د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مسولې میرمن فیډریکا موګرینی او داټومی موافقې نورو لورو په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی تړون له نړیوالې ټولنې سره اړه لری جوته کړی ده اټومی تړون داسې موافقه نه ده چې په دوه اړخیزه ډول تنظیم شوی وی او پکښې کوم بدلون راوستل شی .

دنړۍ هیوادونه د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغوښتنې په اپوټه داټومی تړون دساتلو غوښتونکی دی .