د اټمی انرجۍ د بین المللی آژانس د غړیو هیوادونو انتظارونه
د اټمی انرجۍ نړیوال آژانس، د امنیت؛ د تخصصی خدماتو او د نړۍ په کچه، د اټمی امنیتی چارو د رائیجولو او پیاوړی کولو لپاره د مشاورې په زمینه کی، اساسی او محوری رول لری. خو باید پوښتنه وشی، چی دغه رول تر کومې اندازې پوری عملی شوئ دئ؟
د اټمی انرجۍ په نړیوال آژانس کی د ایران استازی، او ۷۷ ډلې مشر« رضا نجفی» پرون سه شنبه؛ د حکامو شورا د مارچ میاشتې په فصلې غونډه کی، د اټمی انرجۍ له نړیوال آژانس څخه وغوښتل، ترڅو د اټمی تاسیساتو؛ د وړانګن حفاظت او د اټمی پاتی شونو او د اټمی بارونو د وړو راوړو د امنیتی چارو، او همداراز د بیړنیو شرایطو د مدیریت کولو، او له هغو سره د مقابلې په زمینه کی، له غړیو هیوادونو څخه په ملاتړ کولو کی، خپلو اقداماتو ته دوام ورکړی.
اټمی نړیوال آژانس چی، د خپلی اساسنامی په اساس، د تصفیی او په اټمی فعالیتونو باندی د څارنې په زمینه هڅه کوی، دنده لری چی د سوله ایزو پرمختللو تکنالوجیو په منتقلولو کی هم، له نورو هیوادونو سره مرسته وکړی. د اټمی انرجۍ په نړیوال آژانس کی د یو ژمن هیواد په توګه؛ د ایران اسلامی جمهوریت انتظار لری، چی په نړیوال ډګر کی د اټمی سوله ایزو او د نوی صنعت په زمینه کی، په نړیواله کچه فعال غړئ وی، او آژانس هم له دغه فعال شتون څخه ملاتړ وکړی.
د ان؛پی؛ټی تړون په اساس، د آژانس د دندو په چوکاټ کی دوه مهم مسؤولیتونه تعریف شوی دی؛ چی باید په بشپړ دقت او څارنې سره پلی، او ورڅخه ملاتړ وشی. لمړنئ مسؤولیت؛ د« ان، پی، ټی » تړون د موادو او بندونو په چوکاټ کی، د اټمی بی وسلې کونې د موضوع تعقیبول، او د دغه اصل په اجرا کولو باندی دقیق څارنه کول دی.
دویم مسؤولیت؛ له اټمی انرجۍ څخه د سوله ایزې استفادې د تکنالوژیو له پراختیا سره د مرستې په منظور، د آژانس رول لوبول
دی.
اټمی امنیت هم، له هغو نورو دندو څخه دئ؛ چی د آژانس په فصلی بحثونو او غونډو کی ټینګار ورباندی شوئ، او د غړیو هیوادونو له خوا ورته پاملرنه کیږی.
د ایران او د اټمی انرجۍ د نړیوال آژانس د نورو هیوادونو غوښتنه، په اټمی زمینه کی د بین المللی همکارۍ پیاوړتیا، او آژانس ته د ور سپارل شویو مسؤولیتونو بشپړ عملی کیدل دی.
د نړیوالو چارو څیړاندئ« علی مطهرنیا » وایی:
« د ایران تعامل پلوه او رغوونکی ډیپلماسۍ ته په پام سره، د آژانس دریځونه ډیر واقعیت پلوه شوی دی، او تر یو حده یی د قدرتونو او نورو نړیوالو سازمانونو فشار کم کړئ دئ. ایران وکولای شول، د اغیزمنې او رغوونکی ستراتژۍ په چوکاټ کی، د سوله ایزی اټمی انرجۍ د لاسته راوړلو لپاره، خپل ملی لګښتونه تر زیاتی اندازې پوری لږ کړی».
د 2017 م کال د اکټبر په ۳۰ نیټه؛ یوکیا امانو تهران ته پخپل سفر کی، د ایران له تحقیقاتی پروژو؛ او په مختلفو برخو کی د ایران
او آژانس د همکارۍ د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ، او ویی ویل:« په آژانس کی د مدیریتی مسؤولیتونو د اخیستو لپاره، د ایرانی متخصصینو له شتون څه هر کلئ کوؤ». په همدی اساس په آژانس کی د ایران استازی؛ د ۷۷ ډلی د غړیو هیوادونو په نمایندګی، د آژانس د مسؤولیتونو د دې برخی اهمیت بیان کړ.