چین امریکا ته خبردارې ورکړ
د چین خارجه وزیر ویلی دی تاریخ ښودلی ده ، تجارتی جنګونه د اختلافاتود اواری لپاره سمه لار نده او یوازې د لورو د تاوان سبب به شی .
د رویټرز خبری اژانس له راپور سره سم د چین خارجه وزیر وانګ یی وویل له امریکا سره به د تجارتی جنګ د پیلیدا په بڼه کې چین ضروری ځوابونه ورکړی . ده خبردارې ورکړ چی داسې جنګ به دواړو لورو ته تاوان ورسوی .
د شویو اټکلونو په اساس ټاکل شوی ده د امریکا ولسمشر ټرمپ په نږدې راتلونکی کې د فولادو د وارداتو لپاره ۲۵ او همداراز د الومینیومو د وارداتو لپاره ۱۰ فیصده ټیکس اعمال کړی .
د چین خارجه وزیر ویلی دی تاریخ ښودلی ده ، تجارتی جنګونه د اختلافاتود اواری لپاره سمه لار نده او یوازې د لورو د تاوان سبب به شی .
د خپرو شویو راپورونو په اساس د داسې اقدام هدف له چین څخه د ارزانو شیانو له واردولو سره مقابله ده . د ټرمپ دولت مخکې ویلی وو چی دغه ډول واردات په امریکا کې د کار د بازار او صنایعو د کمزورتیا سبب کیږی