دحضرت فاطمةالزهرا(س)دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67075-دحضرت_فاطمةالزهرا(س)دنیکمرغه_زوکړې_کلیزه_دې_پر_ټولو_مبارک_وی
دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی د دغې نېکمرغې ورځې په رارسېدوسره د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادی غوښتونکو او پتیالیو انسانانو ته د زړۀ له کومې مبارکی وایوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2018 01:46 Asia/Kabul
  •  دحضرت فاطمةالزهرا(س)دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وی

دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی د دغې نېکمرغې ورځې په رارسېدوسره د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادی غوښتونکو او پتیالیو انسانانو ته د زړۀ له کومې مبارکی وایوو.

حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) له هجرته اته کاله مخکې د جمادی الثانی یا څلورمې خور د میاشتې په شلمه نېټه دنیا ته تشریف راوړۀ.

دغه قدرمنه مېرمن له ماشومتوبه د وحی په کور کښې او د خپل پلار او د اسلام د قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په لارښونو سره د کمال، علم او فضیلت لوړ مقام ته ورسېده.

دغه قدرمن مېرمن همدارنګ د نړۍ د مسلمانانو دلومړی  امام حضرت امام علی (ع) له صفا او خلوصه په ډک کور کښې په ډېره غوره توګه د میرمنې  او مور دندې ترسره کړې او دحضرت امام حسن  ، حضرت امام حسین  او حضرت  بی بی زینب سلام ا...علیهما په شان ستر او تقوادار انسانان یې په خپله پاکه لمن کښې وروزل.

حضرت فاطمه زهرا (س) د ژوند په ټولو اړخونو کښې دنړۍ د ښځو لپاره نمونه ګڼل کیږی او د ایران په اسلامی جمهوریت کښې د دغې پاکې بی بی  د ولادت ورځ  چې د اسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) د ولادت له کلیزې سره هم سمون خوری، د مور او ښځې ورځ په توګه نومولې شوې ده او په دغه ورځ د اسلامی ایران په مختلفو ښارونو په تېره بیا په مشهد مقدس او په قم مقدس ښارونو او نورو ځایونو کښې په ډېر عقیدتی شان او شوکت سره لمانځل کیږی او جشنونه جوړیږی.

دتهران ریډیو  دپښتو خپرونې درست کارکونکی د دغې نېکمرغې ورځې په رارسېدوسره د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادی غوښتونکو او پتیالیو انسانانو ته د زړۀ له کومې مبارکی وایوو.