فرانسه اروپا ته دهند دروازه جوړیږی
-
هیله کیږي چې هند ته د فرانسې د ولسمشر په سفر کښې دواړه هیوادونه یوشمیر موافقې لاسلیک کړي .
زمونږ خبریال وایی د فرانسې ولسمشر «امانوئل ماکرون »هندوستان ته دڅلور (۴)ورځنی سفر له پیلولو مخکې وویل د بریتانیا په څنګ ته کولو سره فرانسه هند ته داروپا په دروازې بدلیږی .
هند ته داروپا په دروازې بدلیږی .
هغه نن له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل تراوسه د هند تاریخی ملګری انګلستان وو او زه غواړم چې فرانسه په یویشتمې(۲۱) میلادی پیړۍ کښې د هند بپه مرجع او غوره شریک بدله شی .
د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون چې د اروپا د ګډ بازار په چوکاټ کښې د پانګونې په یوه(۱) مقصد د فرانسې دبدلولو لپاره له اروپایی اتحادیې د بریتانیا د وتلو له فیصلې یې استفاده کړی ده وویل هندوستان باید له فرانسې او په کلی توګه په اروپایی اتحادیې سره ډیرې ملګرتیاوې ولری او زه غواړم فرانسه اروپا ته دهندوستان د ورتلو لاره ووسی .
د فرانسې او دهندوستان ترمینځ وروستې مهمه موافقه چې د پاریس لپاره زیات اهمیت او ارزښت لرزی په ۲۰۱۶ میلادی کال کښې د هندوستان لخوا «داسالت شرکت»(Dassault) دجوړو شپږدیرش(۳۶) رافائل جنګی الوتکو پیردول دی خو د نوی نسل د شپږو(۶)اټومی ریکټرونو د خرڅولو لپاره د دواړو هیوادونو خبرو اترو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړی .
هیله کیږی چې هند ته د فرانسې د ولسمشر په سفر کښې دواړه هیوادونه یوشمیر موافقې لاسلیک کړی چې په هند اوقیانوسیې کښې به دفرانسې له پوځی اډو هند ته داستفادې امکان ورکړی او دا به په هند اوقیانوسیې سیمه کښې دخپلو ګټو دتامینولو لپاره د نوی ډیلی لپاره ستر امتیاز وی .