ترکیې دسوریې په شمالی سیمې بریدونه زیات کړی دی
-
عفرین دسوریې دحلب ولایت یو(۱) ښار دی او کابو څوارلس زره (۱۴۰۰۰)نفوس لري.
د سوریې رسمی خبری اژانس سانا (SANA) پرون وویل ددغه هیواد په شمال کښې په «عفرین» ښار کښې د ترکیې د پوځی عملیاتو له پیل راهسې تراوسه ۲۲۲ ملکیان وژل شوی دی .
د ترکیې پوځیان او دهغوې ملاتړی ترهګرې ډلې په سوریې کښې د دیرش (۳۰)ورځې د اووربند د ټینګیدا دضرورت په اړه د ملګروملتونو دامنیت شورا د ۲۴۰۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ کوی او په ډول ډول وسلو او پوځی تجهیزاتو سره دسوریې په شمال کښې په «عفرین »کرد میشته سیمې کښې په ښارونو او کلیو حملې او ډزې کوی .
د سوریې حکومتی خبری اژانس سانا وویل ترکیې په تیرو څو ساعتونو کښې د عفرین سیمې په کلیو او ښارونو حملې زیاتې کړی دی او له کبله یې یو(۱) ملکی وژل شوی او یو(۱) بل ژوبل شوی هم دی .
د سوریې د عفرین ښار مرکز له ګڼ شمیر کډوالو ډک دی او هغوې دخوراکی موادو له سخت کمښت سره مخ دی .
دسوریې حکومتی خبری اژانس وویل د ترکیې پوځیان په قصدی ډول د حلب او د عفرین په یوازنۍ ارتباطی لارې حملې کوی چې عفرین ښار ته د هرډول ډول خوراکی مرستو د ورتلو مخه ونیسی .
عفرین دسوریې دحلب ولایت یو(۱) ښار دی او کابو څوارلس زره (۱۴۰۰۰)نفوس لری.