اسلامی ایران د امریکا دګټو لپاره اصلی ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67389-اسلامی_ایران_د_امریکا_دګټو_لپاره_اصلی_ګواښ_دی
فارس خبری اژانس راپور ورکړ د امریکا د وسله والو ځواکونو دمرکزی کمیټۍ مشر جنرال جوزف ووټیل(Joseph Votel) وویل ایران او روسیه ګډې ګټې لری چې پکښې دامریکا څنګ ته کول شامل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2018 01:34 Asia/Kabul
  • دایران اقتصادي مشکلات دامریکا د کړچار له څرنګوالي سره ارتباط نلري .
    دایران اقتصادي مشکلات دامریکا د کړچار له څرنګوالي سره ارتباط نلري .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ د امریکا د وسله والو ځواکونو دمرکزی کمیټۍ مشر جنرال جوزف ووټیل(Joseph Votel) وویل ایران او روسیه ګډې ګټې لری چې پکښې دامریکا څنګ ته کول شامل دی .

هغه وویل ایران د امریکا د ګټو او شراکتونو پرضد اصلی ګواښ ګڼل کیږی .

دامریکا دغه پوځی جنرال ادعا وکړه ایران هماغه راز د وژونکو وسلو پراختیا ته دوام ورکوی او دخپلو سمندری ماینونوله سلاکوټونو په استفادې سره په چټکۍ سره د هرمز اوبلاره  (Hormoz Waterway)بندولی او په ټوله سیمه کښې په سمندری لارو کښې د امریکا فعالیت ګډوډلی شی .

هغه په دې خبرې اعتراف سره چې په اټومی تړون کښې پاتې کیدا دامریکا په ګټه ده ادعا وکړه واشنګټن په اټومی موافقې کښې لیکل شویو ژمنو ته پاې بنده ده او دایران اقتصادی مشکلات دامریکا د کړچار له څرنګوالی سره ارتباط نلری .