په هند کی د چاودنې له کبله نهه پوځیان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67415-په_هند_کی_د_چاودنې_له_کبله_نهه_پوځیان_وژل_شوی
د هند په چهتیس ګړ ایالت کې په بمی چاودنه کې د دغې هېواد نوولس پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هندی رسنیو د راپورونو له مخې، چاودنه د یاد ایالت په سکما سیمه کې د پوځیانو په یوه ډک موټر ترسره شوې، چې له کبله یې نهه پوځیان وژل شوی او لس تنه نور ټپیان دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2018 09:24 Asia/Kabul
  • په هند کی د چاودنې له کبله نهه پوځیان وژل شوی

د هند په چهتیس ګړ ایالت کې په بمی چاودنه کې د دغې هېواد نوولس پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هندی رسنیو د راپورونو له مخې، چاودنه د یاد ایالت په سکما سیمه کې د پوځیانو په یوه ډک موټر ترسره شوې، چې له کبله یې نهه پوځیان وژل شوی او لس تنه نور ټپیان دی.

ځایی سرچینې وایی، چې د ټپیانو له ډلې د څلورو پوځیانو حالت ښه نه دی.

سرچینې زیاتوی، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د هندی پوځ (سی آر پی ایف) له لوری په سیمه کې د ماویست وسله والې ډلې پر ضد عملیات روان و.

له چاودنې وروسته امنیتی مسئولینو په چهتیس ګړ ایالت کې ټولو امنیتی ادارو ته د تیارسۍ امر کړی.

ماویست وسله والې ډلې تر دې مخکې هم په هندی پوځیانو بریدونه کړی چې لسګونه پوځیانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.