د امریکې مشر جاسوس ته د بهرني سیاست د سپارلو پایلې
د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د کاندید په توګه د سي، آيي، ای د مشر مایک پمپئو په معرفي کیدو سره د امریکې د بهرني سیاست د بهیر په هکله ګڼې پوښتنې مطرح شوې دي.
که د امریکې سینیټ د ټرمپ پریکړه تاییده کړي نو د دغه هیواد د ډیپلماسۍ د ادارې کنټرول به د هغه کس لاسو ته ورشي چې یو کال د لانګلي ( سي، آيي، ای) له رمز او رازه په ډکه ودانۍ کښې د امریکې د مشر جاسوس په څوکۍ ناست و. د امریکې د استخباراتو مرکزي اداره ( سي، آيي، ای) د نړۍ د ترټولو سترې او پراخې اطلاعاتي او جاسوسي ادارې لقب لري او مشر یې د نړۍ په هر ګوټ کښې د امریکې د حکومت پر استخباراتي او جاسوسي فعالیتونو او ورانکارۍ باندې څارنه لري. د بهرنیو چارو د وزیر کوټې ته چې د امریکې د ډیپلماټیکو اهدافو د پرمخ بیولو مسئول دی، د یو داسې کس منتقلول، د امریکې د بهرني سیاست د لا امنیتي کیدو شک پیاوړی کوي.
په تیره بیا دا چې ټرمپ د رکس ټیلرسن د لرې کولو لپاره د خپلې ناڅاپه پریکړې په وضاحت کښې وویل: له پمپئو سره ګډې او یوشان لیدتوګې لرم.
داسې ښکاري چې د ډونلډ ټرمپ لپاره د ټیلرسن د کارکردګۍ پاې ته رسیدل چې د امریکې د خارجه وزارت د کمیت او کیفیت د کمیدو په هکله وه، اوس د پمپئو وار دی چې د دغه هیواد ډیپلماټیکې لور نیونې د امنیتي ضروریاتو په اساس پرمخ بیوځي. په تیر یو کال کښې پمپئو د ( سي، آيي، ای) د مشر په توګه په ځلونو د شمالي کوریا په وړاندې د ټرمپ له تندو دریځونو ملاتړ کړی دی. پمپئو د امریکې د ملي امنیت د سلاکار مک ماسټر په شان او د رکس ټیلرسن په اپوټه، پر شمالي کورتیا د زیات نه زیات دباؤ ساتلو مدافع و. په دې وجه اټکل کیږي چې د ټیلرسن په څوکۍ د پمپئو کښیناستل به پر شمالي کوریا د امریکې فشار زیات کړي، هغه هم په داسې حالاتو کښې چې ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره د کتنې د وړاندیز هرکلی کړی دی. د دې دوو متضادو او اپوټه نظریو سره غوټه کول به د امریکې د خارجه وزیر په توګه د پمپئو په وړاندې یو ستر چلنج وي.
له بلې خوا پمپئو هم د ټرمپ په اندازه، له ایران سره د ایټمي موافقې مخالف دی. ټرمپ له ټیلرسن سره د خپل اختلاف یوه وجه هم د ایران د ایټمي موافقې موضوع بللې ده. دې ته په پام سره چې د مۍ میاشتې په وړومبیو کښې د ایران خلاف د ایټمي بندیزونو د ځنډ د تمدید مهلت ختمیږي، د امریکې راتلونکی خارجه وزیر به له برجامه د دغه هیواد په احتمالي وتنې یا پرې په پابندۍ کښې مهم رول ولري. دا په داسې حال کښې دي چې په وروستي یو کال کښې د ( سي، آيي، ای) په شمول چې مشر یې پمپئو و، د امریکې د شپاړسو ارګانونو په ګډون د دغه هیواد اطلاعاتي ټولنې له ایران سره د ایټمي موافقې په مناسب والي ټینګار کړی دی. د امریکې د اطلاعاتي ټولنې له نظره، د دې موافقې ساتنه د امریکې د ملي امنیت د تامینیدو په لړ کښې ده. په عین حال کښې په تیر یو کال کښې د برجام په هکله د پمپئو څرګندونې ښودنه کوي چې هغه مخکښې له دې چې تر خپلې مشرۍ لاندې ادارې ماهرانو نظریاتو ته پام وکړي، د امریکې د ولسمشر ټرمپ د نظراتو او غوښتنې منونکی دی او د ټرمپ له کړنلارې معلومیږي چې هغه یو وړوکی مخالفت هم نه زغمي.
له دې امله احتمال شته چې پمپئو ته د امریکې د خارجه وزارت په ورسپارلو سره دغه ارګان له مخکښې نه زیات د امریکې د نه اټکلیدونکي ولسمشر سلیقو تر اغیزې لاندې راشي او دا هغه موضوع ده چې په نړیوال نظام کښې د دغه هیواد په رول او موقعیت منفي اغیزه وکړي.
*****///////*****